د هلمند د ولایت په مرکز د لښکرگاه په ښار کی په دوو قریب پرله پسی چاودنو کی دوه تنه وژل شوی او لږ تر لږه نولس تنه نور زخمی شوی دی.
د هلمند د والی ویاند داود احمدی وویل چی په لومړنۍ چاودنه کی یوه نجلۍ او یو بل تن ووژل شول او څه ناڅه ١۴ تنه زخمی شول.
چارواکی وایی چی د یوه افغان عسکر په شمول پنځه تنه نور یوه ښونځی ته نژدی په دویمه چاودنه کی زخمی شوی دی.