امنیتي مقامات وايي چي د لښکرګاه ښار په شمالي څنډو کې په روانو پوځي عملیاتو کې د دولت ۵۷ وسله وال مخالفین په هوايي بریدونو کې وژل شوي .
افغان نظامي مقامات زیاتوي چي په روانو پوځي عملیاتو کې د چاانجیر او باباجي لویه برخه د دولت د وسله والو مخالفینو له حضور څخه پاکه شوې او د ځمکنیو ماینونو د له منځه وړلو عملیات په چټکی سره دوام لري .
دغه عملیات چي له پرون ورځي راهیسی پيل شوي پکې نړیوال ځواکونه هم کډون لري .
د هلمند د والي ویاند عمر ځواک امریکاغږ اشنا رادیو ته وويل چي په بشران ، باباجي او چااجنیر سیمو کې د نړیوالو ځواکونو هوايي قوې هم ډير بریدونه کړي .
ښاغلي ځواک ډاډ څرګند کړ چې دغه سیمي به ژر د دولت د وسله والو مخالفینو له حضور څخه پاکي شي .
د لښکرګاه څلورمه حوزه باباجي او د نادعلي ولسوالۍ چااجنیر سیمه د لښکرګاه ښار دسقوط لپاره لوی ګواښ بلل کیده .
د هلمند له تازه نا امنیو څخه یوه میاشت پوره شول چي تیره ورځ د لښکرګاه ښار د امنیت او له افغان ځواکونو سره د مرستې لپاره سل تنه امریکايي سرتیري د لښکرګاه په بست هوايي ډګر کې مېشت شول.