د لاس رسي وړ اتصالات

د هرات په چاودنه کې پولیس وژل شوي


د هرات په چاودنه کې پولیس وژل شوي
د هرات په چاودنه کې پولیس وژل شوي

د هرات په ولایت کی پولیس وايي چې د سړک د غاړی د بم په چاودنه کی څلور پولیس وژل شوي دي.

چارواکي وایی چی په نننۍ چاودنه کی د پولیسو یو جگ پوړئ صاحب منصب او درۍ نور صاحب منصبان د اوبی په سیمه کی وژل شوي دي.

د یوه بل خبر له مخی ناتو وایی چی د هلمند په ولایت کی د ایتلاف د قواوو او د یاغیانو ترمینځ جگړه کی یو افغان ملکی کس وژل شوی دی.

د اُییتلاف د قواوو په یوه خبرلیک کی راغلی چی د نهر سراج په ولسوالۍ کی د سړک د غاړی د بم د یوی چاودنی وروسته د افغان او نړیوالو قواوو په یوی گډی گزمی باندی د یاغیانو لخوا سپکی ډزی وشوی.

په خبرلیک کی راغلی چی په دی وخت کی دوو کسانو چی په نژدی ساحه کی په موټر کی سفر کاوه د ودریدو خبردارئ یی په پام کی ونه نیوه او د هغوی موټر ولگید.

د دی دوو کسانو نه یو یی مړ شو او بل یی روغتون ته د تداوۍ لپاره ولیږل شو.

بل پلو ناتو وایی چی په لوگر کی یی د طالبانو یو غټ قوماندان نیولئ دئ، گمان کیږی چی دغه قوماندان د دوو امریکایی عسکرو په برمته کولو او وژلو کی لاس درلود، خو د هغه هویت یی نه دی څرگند کړی.

XS
SM
MD
LG