د لاس رسي وړ اتصالات

په هرات کې چارواکي وايي چې د شینډنډ په ولسوالۍ کې پر ملکي کسانو چاودنه شوې ده.

د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد وايي چاودېدونکي توکي په یو درې ټایره موټرسایکل کې ځای پر ځای شوي وو.

په چاودنې کې اووه تنه نور ژوبل شوي هم دي. چاودنه د دوشنبې په ورځ (اپریل۹) د شینډنډ ولسوالۍ په بازار کې یو جومات ته څېرمه وشوه.

چارواکي وايي په وژل شویو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

ډاکټران وايي د ځینو زخمیانو حالت ښه نه دی. تراوسه چا د دغه برید مسولیت نه دی اخیستی.

XS
SM
MD
LG