د هرات ولایت د اوبه په ولسوالی کی نن د سړک د غاړې د دوو بمی چادونو له کبله شاوخوا ۲۴ تنه ووژل شول او تر لسو زیات نور ټپیان شول.
دا وژل شوی او ټپی شوی کسان هغه مسافرین و چی په دوه و مینی بسونو کی یی سفر کاوه.
د پيښې مسوولیت تر اوسه کومی ډلی پغاړه ندی اخیستی خو د ګڼو بمي چاودنو مسوولیت پر طالبانو اچول کیږي.
د ملګرو ملتونو د ادارې په وینا چې د سړک غاړې بمي چاودنې او ځانمرګي بریدونه په افغانستان کی د ملکي مرګ ژوبلې تر ټولو لوی لاملونه ګڼل کیږي.
افغان چارواکي وایي د پکتیا د ولایت په مرکز ګردیز کې د امریکایی ځواکونو پوځي اډې ته څیرمه پر یوه لار انتحاري چاودنه شوې ده.
پولیس وایي انتحاري برید کونکي خپله لارۍ د پوځي اډې د عامه دروازې په لور ور وستله.
دوی وایي افغان پوځیان یې د مخنیوي دپاره ودریدل خو بریدکونکي په لارۍ کې ځای په ځای شوي چاودیدونکي مواد وچول.
د اسوشیتد پرس د خبري آژانس له قوله پدې پېښه کې دوه افغان ساتونکي وژل شوي دي.
طالبانو ددې برید پړه په غاړه اخیستې ده.