د لاس رسي وړ اتصالات

د کابل او حزب اسلامي خبرې له ستونزو سره مخامخ شوې


 نږدې درې میاشتې وړاندې افغان حکومت د سولې د عالي شورا له لارې اسلامي حزب سره د سولې خبرې پیل کړې وې.
نږدې درې میاشتې وړاندې افغان حکومت د سولې د عالي شورا له لارې اسلامي حزب سره د سولې خبرې پیل کړې وې.

حزب اسلامي وایي، د سولې شورا سره د سولې د هوکړې په څلورمه ماده کې د افغان حکومت له خوا په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د شتون په هکله د تعدیل په سر اختلافاتو د دواړو لورو ترمنځ خبرې له ستونزو سره مخامخ کړي دی.

د افغان حکومت یوې سرچینې د نوم د نه ښودلو په شرط امریکا غږ اشنا راډیو ته دا ومنله چې د حزب اسلامي سره د دوی خبرې د ستونزو سره مخ شوي او اوس افغان حکومت د خبرو د دوام په هکله د اسلامي حزب رسمي دریځ ته انتظار وباسي.

دغې سرچینې د ستونزو یو عمده علت د دواړو خواو ترمنځ د سولې په هوکړې د شوې موافقې وروسته په پرله پسې ډول د اسلامي حزب له خوا نوي وړاندیرونه یاد کړل.

خو، د حزب اسلامي یو استازي امین کریم د امریکا غږ اشنا ته وویل چې د خبرو پيل د حزب اسلامي په نوښت شوی و او دوی لا هم پر خپلې ژمنې ولاړ دي.

سره له دې، چې حزب اسلامي د خبرو د درېدو او نه درېدو په اړه لا په رسمي ډول څه نه دي ویلي خو، شننونکي وايي چې دا خبرې درېدلي دي.

د حزب اسلامي د شهادت ویپاڼې په یوې خپرې شوې لیکنې کې په خبرو کې د پېدا شویو ستونزو پړه پړه په افغان حکومت اچولې او ویلي دي چې د دواړو خواو ترمنځ د سولې د هوکړې د مسودې په څلورمه ماده کې چې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د شتون په هکله ده، افغان حکومت د موافقه شوې متن پر ځای د نوي متن وړاندیز کړی چې دغه حزب ته د منلو نه دی.

په لیکنې کې د څلورمې جنجالي مادې د متن په هکله لیکل شوي دي چې کله اسلامي حزب پلاوي د دغې مادې د نوي متن سره موافقه ونکړه، افغان حکومت د خبرو د بندیدلو یادونه وکړه، چې اسلامي حزب هم ورسره موافقه وکړه.

د شهادت ویپاڼې د لیکنې له مخې افغان حکومت د حزب اسلامي پلاوي ته ویلي یا به دا ماده همداسې مني او يا مذاكرات ځنډول کیږي.

د لیکنې یوه برخه داسې ده " د حزب اسلامي ځواب دا وو ستاسو دا سره كرښه هيڅكله نه منو، مذاكرات مو ستاسو په رسمي غوښتنه پيل كړى وو او ستاسو په غوښتنه یې پاى ته رسوو، هغه مهال به یې بيا پيلوو چي تاسو خپلي سرې كرښې ړنګې كړئ او د مذاكراتو د بيا پيلولو غوښتنه وكړئ، او د دې مادې په اړہ د پرېكړې واك دركړى شي."

نږدې درې میاشتې وړاندې افغان حکومت د سولې د عالي شورا له لارې اسلامي حزب سره د سولې خبرې پیل کړې، چې په ترڅ کې دواړو خواو د سولې یو پنځویشت ماده ایز هوکړه لیک مسوده ترتیب کړه او د جمهور رئیس غني او د اسلامي حزب د مشر له خو د لاسلیک وړاندې دغو مشرانو ته د مطالعې لپاره واستول شوه، خو په مسوده باندې بحثونو لا هم دوام وموند.

XS
SM
MD
LG