د لاس رسي وړ اتصالات

د سولې عالي شورا: ایران د افغانانو په مالکیت د سولې له پروسې ملاتړ کړی


د سولې د عالي شورا د دارالانشاء رئیس محمد عمر داودزی
د سولې د عالي شورا د دارالانشاء رئیس محمد عمر داودزی

د افغانستان د سولې عالي شورا د دارالانشاء رئیس او د سولې په چارو کې د افغانستان د جمهور رئیس ځانګړي استازي محمد عمر داودزي د شنبې په ورځ د ( مارچ ۱۶ مه ) په تهران کې له ایراني چارواکو سره د افغانستان د سولې په تړاو خبرې کړي.

محمد عمر داودزي په دغه سفر کې د ایران د بهرنیو چارو له وزیر جواد ظریف سره د افغان سولې په اړه خبرې کړي او ټاکل شوې چې د یکشنبې په ورځ د ایران د ملي امنیت شورا له چارواکو سره هم وویني.

د سولې د شورا د ویاند مرستیال اسدالله بارکزي امریکا غږ آشنا ته وویل " د یو ګاونډي هیواد په توګه زموږ غوښتنه داده چې ایران د افغانستان د سولې پروسې په برخه کې همکاري."

ښاغلي بارکزي زیاته کړه، چې د دغه سفر بل هدف دا دی چې ایراني چارواکي د افغانستان د سولې له پروسې سره د افغان حکومت په رهبرۍ او مالکیت همکاري وکړي او په دې برخه کې خپل رول ولوبوي.

د سولې عالي شورا وايي، د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف له افغان پلاوي سره په لیدنه کې د افغانانو په مالکیت او رهبرۍ د سولې له پروسې ملاتړ څرګند کړی او په دې برخه کې یې د همکاریو ډاډ ورکړی دی.

د افغانستان د ولسي جرګې یو شمیر غړي وايي، ایران په دې وروستیو کې له وسله ‌والو طالبانو سره ټینګې اړیکې جوړې کړې او کولی شي، چې د افغان سولې په پروسه کې اغیزمنه همکاري وکړي.

د سیاسي چارو کارپوهان وايي، که څه هم د افغان سولې لپاره د سیمه‌ ییزې اجماع رامنځ ته کول یو مهم اقدام دی، خو د افغانستان د سولې لپاره په اوس وخت کې له امریکا سره همغږي او د نظر یووالی تر ټولو مهمه مسله ده او افغان حکومت باید په دې برخه کې جدي اقدامات وکړي.

له دې وړاندې ښاغلي داودزي د افغانستان په رهبرۍ او مالکیت د سولې پروسې لپاره د سیمې د هیوادونو د ملاتړ د راجلبولو په هدف د روان کال په جنوري میاشت کې پاکستان او چین ته هم تللی وو.

XS
SM
MD
LG