د لاس رسي وړ اتصالات

ځیرکه هینداره خلک ورزش ته هڅوي


ځیرکه هنداره خلک سپورت ته هڅوي
ځیرکه هنداره خلک سپورت ته هڅوي

ښايي د ډېرو کسانو لپاره ورزش کول او د مناسبو اندامونو جوړول سخت کار وي چې یو علت یې د تشویق نشتوالی دی، خو اوس داسې یوه ځیرکه هینداره جوړه شوې چې خلک سپورټ کولو ته هڅوي.

ورزشي کلبونو ته تلونکي خلک ډېر ځله د خپلو اندامونو د ښکلا سیلفي عکسونه په انستګرام باندې خپروي، خو اوس داسې یوه هینداره جوړه شوې چې ستاسو د اندامونو د ښکلا په هکله حقيقي معلومات درکوي.

د نېکډ لبز لابراتوار مسئول اید سکلټر وايي:"نېکډ یوه لویه هینداره ده، تري ډي سنسرونه لري، تاسو یې مخې ته په تلې باندې دریږئ چې په پنځلس ثانیو کې مو ټول بدن په ۳۶۰ درجې زاویې ښکاره کوي."

په پنځلس ثانیو کې ستاسو پر بدن باندې د خوراک او ورزش تاثیر ښيي.

هینداره د خپلو سنسرونو په مټ د شخص د تصویر درې بعدي نمونه جوړوي او د بدن د وازګې او د عضلاتو د کلکوالي په شان کلیدي احصائیې ستاسو ټلیفون ته ډونلوډوي.

د دغې هیندارې جوړونکي وايي، دا د هغو کسانو لپاره ډېره جالبه ده چې هڅه کوي خپل وزن کم کړي.

د نېکډ لبز لابراتور یو بل مسئول فرهاد فرحبخشیان وایي:"دغه کته ګورۍ خلک په عین وخت کې چې وزن بایلي، عضلې هم یې وده کوي، په دې توګه دوی فکر کوي چې هېڅ پرمختګ نه کوي خو په حقیقت کې د دوی د بدن شکل د تغیر په حال کې وي."

خو دغه شرکت یوازینی شرکت نه دی چې له هیندارو څخه د ورزش د تشویقونکې وسیلې په توګه کار اخلي.

یوه بله وسیله چې میرر نومېږي د نیویارک د ښار د ورزش له یوې سټیدیو څخه په ژوندۍ بڼې د خپلو مشترکینو کورونو ته ورزشي تمرینات خپروي.

د میرر هینداره د «ال سي ډي» له ښېښې او کمرو څخه په استفادې ټرېنران په ژوندۍ بڼې له آنلاین مشترکینو سره ارتباط ساتي.

له دې وسیلې سره د زړه د ټکان د معلومولو بلوتوت هم سینک یا وصل کېدلی شي.

کله چې ورزشي کلپ په کور کې وي نو د ورزش نه کولو لپاره یوه بهانه کمېږي که څه هم د نېکډ هینداره یو څه ګرانه ده خو جوړونکي یې وايي، په اخیستو یې د اخیستونکو پیسې بې‌ځایه نه مصرفېږي.

فرهاد فرحبخشیان وایي:"خلکو بېلابېل غذايي ریژیمونه او د ورزش بېلابېل پروګرامونه امتحان کړي، خو کار یې نه دی ورکړي، اوس د نېکډ هیندارې ته د داسې یوې وسیلې په توګه ګوري چې په خپل بدن د ورزش او غذايي رژیم اغېز ورته روښانه شي."

په دې توګه که چېري په ورزشي کلپ کې اخیستل شوي سیلفي عسکونه مو ورزش کولو ته نه هڅوي، ښايي په هینداره کې خپل ځان ته کتل مو ورزش کولو ته تشویق کړي.

XS
SM
MD
LG