د لاس رسي وړ اتصالات

هلال: واشنگټن د امنیتي سکټور د اصلاحاتو ملاتړ کوي


د استخباراتو په چارو کې د افغانستان د دفاع وزارت مرستیال جنرال هلال الدین هلال وایي د امریکا ژمنې ډېرې پیاوړې شوې دي.

د امریکا متحد ایالات د افغانستان په امنیتي سکټور کې له رامنځ ته شویو اصلاحاتو رضایت لري.

د استخباراتو په چارو کې د افغانستان د دفاع وزارت مرستیال جنرال هلال الدین هلال له امریکا غږ سره په ځانګړې مرکه کې وایی چې اصلاحاتو له افغانستان سره د امریکا راتلونکي تعهدات نور هم پیاوړي کړي دي.

جنرال هلال وایي په واشنگټن کې یې د امریکایي چارواکو سره د افغان کومانډو او هوایي ځواکونو د ودې او پراختیا پر موضوع خبرې کړې دي.

د سمیع الله جلالزي سره د هلال الدین هلال مرکه دلته کتلئ شی.

XS
SM
MD
LG