د لاس رسي وړ اتصالات

ننګرهار کې د هندوانو اختر


ننګرهار کې د هندوانو اختر
ننګرهار کې د هندوانو اختر

هندوانو اوسېکانو د ويساک ٤٨٣ مذهبي جشن د ننګرهار ولايت د سلطانپور چينو تر څنګ د يو لړ مراسمو په ترڅ کې ونمانځه .

د سلطانپور چينې دا څو کاله وچکالۍ ځپلې وې خو د پسرلي په دې موسم کې دغه وچکالۍ ځپلې چينې هم تاندې شوې دي.

دوی د چنيو تر څنګ په يوې لويه خېمه کې دغه جشن دخپل عنعنوي او مذهبي ټنګ ټکورپه غږولو نمانځه.

په جلال ابادکې دمرکزي درمسال وياند هرمېت سنګ وايي چې دوي ډېرخوښ دي چې خپل دغه لوى اخترپه داسې شېبو کې نمانځي چې د سلطانپور چينې تاندې شوي اوطبيعت ډېرښکلى دى.

دى وايي دلته له ٤٨٣کلونوراپه دېخواهغه مهال چې ددوي مذهبي مشرګروببنانک دې سيمې ته راغى دويساک دغه جشن نمانځل کېږي.

هرمېت سنګ وايي ګروببنانک هغه مهال چې له بغداده دې سيمې ته راورسېد نو د سلطانپور په سيمه کې سخته وچکالي وه، د سيمې خلک دغه مذهبي مشرته راټول شول او ورته کړه يې چې ته الله ته سوال وکړه چې دغه د وچکالۍ کمبله له موږ ټوله شي. نو کله چې دلته د هغه په دعا چينې تاندې شوې نو د دوی راتګ هم دلته پيل شو.

ننګرهار کې د هندوانو اختر
ننګرهار کې د هندوانو اختر

دوی به دلته راتلل او د ويساک دغه لوى اختربه يې په خپلومذهبي مراسموسره نمانځه.

دى وايي هندوانو اوسېکانوبه په ګډه دلته څلوېښت شپې کولې. نوي کالي په يې اغوستل اونوي بوټان به يې پرپښوکول چې اوس هم دوي دغه دودپالي.

ارمېت سنګ وايي ددوي دغه مذهبي مراسم اوسمهال درې ورځې دوام لري .چې په ترڅ کې يې مسلمانان دوي ته دمبارکۍ لپاره هم ورځي .دى وايي دوي ځانونه ددې وطن اوسېدونکي بولي له مسلمانانوسره په خوښۍ اوغم کې ځان شريک ګڼي او يو له بل سره ښه راشه درشه لري.

هرمېت سنګ سږ کال شکرونه کاږي چې خپل مذهبي مراسم په مذهبي ټنګ ټکور د چينو تر څنګ نمانځي.

خو د منګور په نوم يوه عمر خوړلې کونډه مېرمن وايي پردې حال خوشکردى چې دغه مراسم نمانځي خودوي له سختوستونزوسره مخامخ دي.

د دوي ماشومان له زده کړوبې برخې پاتې دي. يوه وچه مړۍ ډوډۍ هم په ډېرو ستونزو پيدا کوي اوس يې هغه پخوانى کاروبار پاتې نه دى .نوموړې يوه لويه ستونزه بې کوري ياده کړه اوويې ويل همدااوس مهال په يوه کورکې په لسګونوکورنۍ اوسي.

ننګرهار کې د هندوانو اختر
ننګرهار کې د هندوانو اختر

د ننګرهاردولتي چارواکي وايي هندوان اوسېکان ددې وطن اوسېدونکي دي ،دوي هڅه کوي چې ددغوکورنيوستونزې حل کړي.

ددغو مراسمو په نمانځلوکې يې هم له دوي سره منډې ترړې وهلې دي.

ننګرهار د افغانستان يو له هغو ولايتونو څخه دى چې له نږدې نيمې پېړۍ راپه دېخوا يې په خپله غېږ کې هندوان او سکان ساتلي چې يو مهال ددغو کورنيو شمېر تر لسو زرو زيات و، د سوداګرۍ چارې همدوی تر سره کولې، ان دا چې دسيمې خلک وايي دوي به نقدې پيسې د امانت په شکل له دوي سره کېښودې دوی به بيا پرې سوداګري او دوکانداري کوله.

خو د کورنيو جګړو پر مهال دغه کورنۍ زيانمنې شوې، له خپل استوګنځيونو بې ځايه شوې، پرملکيتونو يې زورواکو واړول او زيات شمېر د سرخوندي کولو لپاره هېواد پرېښودو ته اړ شوې چې اوس ددغو کورنيو شمېرله زرګونو لسګونو ته رالوېدلى.

XS
SM
MD
LG