د لاس رسي وړ اتصالات

٣٦ کاله مخکې پدې ورځ د امریکا جمهور رئیس استعفا وکړه


٣٦ کاله مخکې پدې ورځ د امریکا جمهور رئیس استعفا وکړه
٣٦ کاله مخکې پدې ورځ د امریکا جمهور رئیس استعفا وکړه

د١٩٧۴ م کال داگست په اتم ماښام فقید جمهوررئیس ریچرد ایم. نیکسن ملت ته په تلویزون کې وینا وکړه . هغه خپله اراده اعلان کړی وه چې ویلی و دی دامریکا په تاریخ کې لومړی جمهوررئیس دی چې استعفئ کوی.

پدی تور چې هغه دواټرگیټ په پیښه کې لاس لاره ، دهغه په خلاف درسمی تورلگولو جریان روان و، نیکسن بالاخره هغه فشار ته سرټیټ کړچې دخلکو او کانگرس له خوا په راغلی و، سپینه ماڼۍ ئې پریښودله .

هغه له سپینې ماڼۍ نه په رسمی وینا کې وویل، پدی عمل سره زه هیله لرم چې دغه جریان به چټک کړم چې په امریکا کې ورته بی ساری ضرورت دی.

نیکسن په سبائې دغرمی نه دمخه دامریکا داوه دیرشم جمهوررئیس په حیث په رسمی توگه خپله دوره ختمه کړه . مخکی لدی نه چې له سپینې ماڼۍ نه دخپلی کورنی سره په هلیکپټر کې ولاړشی، هغه په خندا سره خدای په امانی وکړه او په مبهمه توگه ئې دکامیابی یا د سولی هرکلی وکړ.

دهلیکپټر دروازه وتړل شوه او دنیکسن کورنی خپل کور ته چې د کلفورنیا په سان کلیمنټ کې دی روان شو.

څو دقیقی وروسته دجمهوررئیس مرستیال جیرالد ار. فورډ په سپینه ماڼۍ کې دامریکا داته دیرشم جمهوررئیس په حیث دوفاداری لوړه وکړه . وروسته له لوړی نه جمهوررئیس فورډ په تلویزن کې ملت ته په وینا کې وویل، زما هیوادوالو زموږ اوږده ملی ستونزه حل شوه. هغه وروسته نیکسن وبخښه چې ښائې دجمهوری ریاست په دوره کې ئې هرجرم کړی وی هغه ئې ورته عفوه کړ.هغه دلیل راوړ چې دا کار ئې ځکه وکړ چې غوښتل ئې هغه ملی اختلاف حل کړی چې دواټر گیټ رسوائې پیدا کړی و.

د١٩٧٢ م کال دجون په اولسمه نیټه دجمهوررئیس نیکسن د دویم ځلی انتخاباتو دکمیټی دامنیتی چارو منتظم په شمول پنځه تنه ونیول شول چې په واشنگټن ډی.ثی. کې دواټرگیټ ودانی ته چې هلته د ډیموکرات گوند دکمیټې مرکزو، په غیر قانونی توگه ورننوت او هلته ئې خبری ټیپ کولی. لږ وروسته دسپینی ماڼۍ دوه پخوانی سلاکاران په دغه پیښه کې لتاړ کړی شول مگر دنیکسن حکومت په دغه پیښه کې لاس لرل رد کړل. دکال په اخر کې دوه خبریالانو کارل برنسټین او دواشنگټن پوست دورځپاڼی خبریال باب اوډ ورډ ددغې پیښی په باره کې توطئیه کشف کړه اویوه بی ساری سیاسی رسوائې پیدا شوه .

د١٩٧٣ م کال دمی په میاشت کې دجمهوری ریاست دانتخاباتی مبارزی په باره کې دشمالی کارولائې نا سناتور سان ایرون په مشری دمشرانو دجرگی جرگه گې دواټرگیټ دچارو په باره کې اجرآت پیل کړل . یوه هفته وروسته دهارورډ دپوهنتون دحقوقو استاد ارکیبالډ کاکس دواټر گیټ دقضئیه خاص څارنوال مقرر کړی شو. دسپینی ماڼۍ پخوانی حقوقی مشاور جان ډین دمشرانو جرگی استماعیه غونډې ته وویل، دسپینی ماڼۍد پخوانیو سلاکارانو جان ارلیچمن او ایچ.ار. هالډمن خبرووچې پخوانی لوی څارنوال جان میچل دواټرگیټ ودانی ته دننوتلو اجازه ورکړی وه او جمهوررئیس نیکسن له دغه راز نه خبر و. په عینی وخت کې دواټرگیټ دچارو څارنوال کاکس او دهغه مامورانو دنیکسن دبیا انتخابیدو دکمیټی دسیاسی استخباراتو په باره کې شواهد څرگند کړل او دهغه حکومت دزرگونو امریکایانو او دهغو کسانو چې جمهوریت غوښتونکی گوند ته اعانه ورکوله ،په غیر قانونی توگه تلیفونونه ثبتول .

دجولای په میاشت کې د نیکسن او دهغه دمامورانو ترمنځ ثبت شوی محاوری دمشرانو دجرگې په استماعیه غونډه کې څرگندی شوی. کاکس دغه ټیپونه وغوښتل او د درو میاشتو له ځنډ نه وروسته نیکسن ومنله چې ددغو ټیپونو خلاصه ورته ولیږی . کاکس دغه خلاصه ردکړه او نیکسن هغه برطرف کړ. دهغه په ځای خاص څارنوال لیون جاورسکی مقرر شو . هغه دمیچل او ډین په شمول دحکومت دلوړ رتبه مامورانو په خلاف تورونه ولگول چې محکوم کړی شول.

په چټکی سره دخلکو باور په جمهوررئیس باندی کم شو او دجولای په میاشت کې دولسی جرگی د قضائې چارو جرگه گې له جمهورئیس نیکسن نه دپوښتنو په ارتباط دری مادی تصویب کړی چې دعدالت په مخکی خنډ اچول ، له جمهوری مقام نه غلطه گټه اخیستل او دپوښتنو گرویږنو دجریان په مخ کې خنډونه اچول شامل دی. بالاخره دجولای دمیاشتی په دیرشمه نیټه دسترې محکمی په امر نیکسن مجبور شو چې دواټر گیټ ټیپونه خپاره کړل . داگست په پنځمه نیټه دټیپونو نقلونه خپاره شول چې پدی کې هغه برخه دټیپونه هم وه چې جمهور ریئس دهالډمن هغه هدایت اوریدلی و چې ایف.بی. آی . ته ئې ورکاوه چې دواټرگیټ تحقیقات وځنډوی . دری ورځی وروسته نیکسن خپله استعفئ اعلان کړه .

XS
SM
MD
LG