د لاس رسي وړ اتصالات

هولبروک وایي د طالبانو سره په لوړه کچه خبرې ندې شوي


هولبروک وایي د طالبانو سره په لوړه کچه خبرې ندې شوي
هولبروک وایي د طالبانو سره په لوړه کچه خبرې ندې شوي

د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا خاص استازی ریچارډ هالبروک وايي چې د طالبانو سره په لوړه سطحه خبرې ندې شوي .

ریچارډ هالبروک وویل چې د طالبانو د جګپوړو مشرانو سره خبرې نه کیږي. ه دا خبره په داسې حال کې کوي چې تیره هفته د طالبانو سره دخبرو ډیر رپوټونه خپاره شول.

مګر ده وویل چې د هغو طالبانو په شمیر کې زیاتوالی ر اغلی دی چې د افغانستان حکومت سره تماسونه نیسي ځکه چې د وی د جنګ له عواقبو نه په ویره کې دي.

"ددې ډیره برخه په ټیټه کچه ده. دا (خبرې) د انفرادي ولایتي مشرانو، انفرادي قوماندانانو او ددوی د خپلو قطعاتو سره دي. ډیرې دا ډلې، که چیرې تاسو د افغانستان په تاریخ باندې بلد یاستۍ، سرسخته طالبان نه دي. دوی مستقلې ډلې دي چې دخپلو سیمو نه دفاع کوي او دوی اوس د فشار احساس کوي."

خو په افغانستان کې د امریکا او ناتو د قواوو قوماندان جنرال ډیوډ پټریس د جمعې په ورځ امریکا غږ ته وویل چې د طالبانو د مختلفو ډلو قوماندانانو سره تماسونه برقراره شوي دي.

خو دواړو هالبروک او پټریس دا خبره منلي دي چې دغه تماسونه په لوړه سطحه د مذاکراتو لپاره شی نه دي کړي.

هالبروک وویل چې افغانستان ته د خپل سفر په جریان کې د د جنرال پټریس او د امریکا د سفیر کارل ایکنبیري، د افغانستان د جمهوررئیس او د افغان حکومت د نورو چارواکو سره کتلي دي. ده وویل چې دده په خبرو کې د نظامي وضعې نه واخله تر کرنې، حکومت داري او اداري فساده پورې مسایل مطرح شوي دي.

د امریکا استازي د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ترانزیت د نوي تړون هرکلی وکړ چې د پنجشنبې په ورځ په کابل کې لاس لیک شو. ده وویل چې پخوانی تړون د څلویښتو کالو لپاره نافذ ؤ.

XS
SM
MD
LG