د لاس رسي وړ اتصالات

هولبروک وايي، محرم افشا شوي اسناد له افغانستان سره اړیکې نه زیانمنوي


هولبروک وايي، محرم افشا شوي اسناد له افغانستان سره اړیکې نه زیانمنوي
هولبروک وايي، محرم افشا شوي اسناد له افغانستان سره اړیکې نه زیانمنوي

د ویکي لیکس د مجلې له خوا د آمریکا د سري اسنادو د خپریدو په باب د ډیوې راډیو همکار بهروز خان د افغانستان او پاکستان دپاره د آمریکا د خاص استاځي ریچارد هولبروک سره مرکه کړې ده

د ویکي لیکس ویب پاڼې وروستي اقدام چې په لړ کې یې د آمریکا د باندنیو چارو د وزارت په زرګونو محرم اسناد برملا شول، په نړۍ او سیمې کې یې غوغاګانې رامنځ ته کړې، په خاصه توګه په پاکستان او افغانستان کې.

له ریچارډ هولبروک نه پوښتنه وشوه چې د دوی په نظر د دغو ډیپلوماتیکي اسنادو د افشا کیدو نه وروسته به د پاکستان د اټمي وسلو په باب د آمریکا اندېښنې د پخوا په شان وي او که به په کښي بدلون راشي.

هولبروک: "اجازه راکړیْ چې یوه موضوع واضیح کړم هغه دا چي، د ویکي لیکس د خوا د سري اسنادو برملا کول یوه ډیره غټه قانون ماتونه ده. هر چا چي دا کار کړی دی او مونږ پوهېږو چې چا دا کار کړی دی، هغه د آمریکا د متحده ایالاتو سره خیانت کړی دی او د قانون په چوکاټ کې به محاکمه کېږي. خو په دغو افشا شویو معلومات کې هیڅ شی به د آمریکا او پاکستان ترمنځ اړیکې بدلې نکړي او نه به د آمریکا په تعهد کې چې غواړي د پاکستان نه ملاتړ وکړي، څه بدلون رامنځ ته کړي. همداشان دغه معلومات به د آمریکا په هغه تعهد کې هم بدلون را نه ولي چې غواړي د نړۍ په دې برخه کې سوله او ثبات حاکم وي".

د اټمي وسلو په باب ښاغلي هولبروک وویل چې هغه نه غواړي په دې باب تبصره وکړي خو په دې خاطر چې ډیر د باندنیو چارو د وزارت اسناد برملا شوي دي نشي کولای چې په دې باب څه شي تایید کړي. خو هغه وویل چې مونږ په دې مطمین یو چې پاکستان د دې وړتیا لري چې خپل اټمي وسلې په خپله خوندي وساتي.

هولبروک داسي وویل: "لکه څنګه چې جمهور ریْس اوباما او د باندنیو چارو وزیرې کلینټن په پخوا کې زمونږ دریځ واضیح کړی دی هغه دا چې مونږ پر پاکستان باندي بشپړ اعتماد لرو چې د دې وړتیا لري ترڅو خپل اټمي وسلې په خپل وساتي".

کله چې د ښاغلي هولبروک نه په پاکستان کې د نظامیانو او نورو د نظر خاوندانو د اندېښنو په باب پوښتنه وشوه، چې وايي په سیمه کې د آمریکا هدف دا دی چې د پاکستان نه اټمي وسلې واخیستل شي.

ښاغلي هولبروک داسي وویل: "ما دغه ادعا په یو ریپوټ کې لوستلې وه، زه نه پوهېږم چې چا کړې ده خو باید دا ووایم چې دغه ادعاګانه زما او زما د حکومت دریځ په هیڅ صورت کې نه منعکس کوي. مونږ د پاکستان نه ملاتړ کوو او خپل ملاتړ ته به ادامه ورکړو".

همداشان د ښاغلي هولبروک نه په افغانستان کې د ناټو د ماموریت په باب پوښتنه وشوه او د ۲۰۱۴ کال د مهال ویش موضوع راپورته شوه هغه داسي وویل:

"دا چي زمونږ ماموریت به په افغانستان کې څه وخت پای ته ورسېږي، دا یو روان بحث دی چې مونږ یې د خپلو ملګرو هیوادونو او افغانستان سره لرو. افغانستان او مونږ اوس په همدغه باندي کار کوو".

ښاغلي هولبروک زیاته کړه چې مونږ پر دې موضوع باندي تمرکز لرو او د افغانستان د حکومت سره یوځای پرې کار کوو.

XS
SM
MD
LG