د لاس رسي وړ اتصالات

د رخصتیو په اونۍ کې ١٠٧ میلیونه امریکایان سفر کوي


تر ټولو ډېر سیلانیان په فلوریډا کې د والټ ډیزني ورلډ پارک ته ورځي.

په امریکا کې د کال وروستی ورځې د خپلو خپلوانو د لیدو ورځې بلل کیږي، خو د سفر اداره وایي چې حتمي نه ده چې ټول مسافرین د خپلو خپلوانو ته ولاړ شي.

د امریکا د نقلیه وسایطو اتحادیه وایي له نن څخه نیولي د ٢٠١٨ کال تر لومړۍ ورځې به ١٠٧ میلیونه امریکایان د موټرو، ریل گاډي او الوتکو له لارې سفر وکړي.

د نقلیه وسایطو اتحادیه وایي سره له دې چې د تیر کال په پرتلې د تیلو بیه لوړه ده، خو د مسافرینو په شمیر کې څه باندې درې فیصده زیاتوالی راغلی.

پرله پسې نهم کال دی چې د رخصتیو په ورځو کې د مسافرینو په شمیر زیاتوالي راځي. د ٢٠٠٥ کال د رخصتیو په پرتلې سږ کال ٢٢ میلیونه ډېر امریکایان سفر کوي چې ٢٥ سلنه زیاتوالی دی.

٩٧.۴ میلیونه په شخصي موټرو کې

٦.۴ میلیونه په الوتکو کې

٣.٦ میلیونه په ریل گاډيو، بسونو او یا کشتیو کې

له کرسمس یوه ورځ وړاندې په واشنگټن ډي سي کې د ریل گاډي په تمځای کې د مسافرو گڼه گوڼه
له کرسمس یوه ورځ وړاندې په واشنگټن ډي سي کې د ریل گاډي په تمځای کې د مسافرو گڼه گوڼه

په امریکا کې د کال وروستی ورځې د خپلو خپلوانو د لیدو ورځې بلل کیږي، خو د سفر اداره وایي چې حتمي نه ده چې ټول مسافرین د خپلو خپلوانو لیدو ته ولاړ شي.

په پرله پسې دوهم کال تر ټولو ډېر خلک فلوریډا او کالیفورنیا ته سفرونه کوي. په دې دواړو ایالتونو کې دوه مشهور نړیوال پارکونه والټ ډیزني ورلډ او ډیزني لینډ دي.

له ډیزني لینډ او والټ ډیزني ورلډ وروسته، په لست کې نور مشهور ځایونه د سمندر غاړې دي: د مکسیکو کانکون، هوایي، جامیکا، ډومینیکن ریپبلیک.

په دې لست کې یوازینی ښار چې د سمندر غاړه نلري خو ډېر سیلانیان ورځي، هغه د نیویارک ښار دی.

XS
SM
MD
LG