د لاس رسي وړ اتصالات

یو هالنډی په خپلو ماشومانو د جنسي تیري په تور محکمه کیږي


عکس له آرشیف څخه
عکس له آرشیف څخه

په هالند کې یو ۶۷ کلن کس په خپلو ماشومانو باندې د جنسي تیري، په کور کې د هغوي بندي کولو او د غیرقانوني پیسو د مینځلو په تور نیول شوی.

هالندي څارنوالانو د پنجشنبې په ورځ (نومبر ۲۸ ـ قوس ۷) وویل چې دغه تورن کس یې د هغه له پنځو ماشومانو سره د هالند په شمالي سیمه کې د یو کور په زیرزمینۍ کې موندلی دي.

چارواکي وایي چې داسې ښکاري چې دغه کس او ماشومان یې له ګڼو کلونو راهیسې په دغې کور کې اوسیدل. د دغه کس د ماشومانو عمرونه د ۱۸ – ۲۵ تر منځ دي او هیڅ یو ماشوم زیږون یې ثبت شوی نه دی.

پولیس زیاتوي چې هیڅ یو ماشوم یې په ښوونځي کې شامل شوی نه و. په داسې حال کې چې په دغه هیواد کې په ښوونځیو کې د ماشومانو شامولول جبري دي او سرغړونه ترې جرم بلل کیږي.

د تورن کس کور
د تورن کس کور

پولیس هغه مهال د دغه کس د پیدا کولو لټون پیل کړ چې تیره میاشت یې یو زوی له کور نه تښتیدلی او د شرابو په یو دوکان کې څو ګیلاسه بیر څکلو وروسته له خلکو مرسته غوښتې وه. هغه ټولو ته ویلي و چې په لومړي ځل له نهو کلونو وروسته له کور نه بهر وتلی دی.

پولیسو او څارنوالانو ویلي چې لا هم له دغه کس څخه تحقیقات کوي او هیله لري چې په محکمې به د دغه کس د دغه ډول ژوند په اړه معلومات تر لاسه کړي.

XS
SM
MD
LG