د لاس رسي وړ اتصالات

چین واک ته د کمونست ګوند د رسیدو ۷۰ کلیزه ولمانځله


چین په دې مراسمو کې بیلابیلې سپکې او درندې وسلې نندارې ته وړاندې کړې

د چین جمهور رئیس شي جین پنګ نن سه شنبه ( د اکټوبر ۱ – د تلې ۹ ) واک ته د کمونست ګوند د رسیدو په ۷۰ کلیزه کې وویل پوځیان به یې په قاطعانه ډول د هېواد ځمکنۍ بشپړتیا، امنیت، پراختیا او د نړۍ امنیت وساتي.

نن د بیجینګ په ټي یې نامین میدان کې پراخ پوځي مراسم جوړ شوي وو او پکې د اوسني جمهور رئیس سربیره د چین پخوانیو جمهورو رئیسانو هو جینتاو او جیانګ زیمین هم ګډون کړی وو.

هغه سیمه چې د ۱۹۴۹ کال د اکټوبر په لومړۍ نیته د چین د جمهوریت د رامنځ ته کیدو اعلان پکې شوی وو.

ښاغلي شي جین پینګ وویل:" نن سوسیالیست چین د نړۍ په ختیځ کې د یوه پیاوړي هیواد په توګه ولاړ دی. هیڅ ځواک نشي کولای زموږ هیواد ته ټکان ورکړي او زموږ د ملت د پرمختګ مخه ونیسي. "

چین په مراسمو کې یو ډول نوي راکټونه چې د اټومي ټوپۍ د لیږد وړتیا هم لري د لومړي ځل لپاره نندارې ته وړاندې کړل.

په هانګ کانګ کې اخ او ډب

د چین جمهور رئیس وویل هیواد یې د هانګ کانګ په اړه یو هیواد او دوو سیستمونو ته ژمن دی چیرې چې د پولیسو او پاریدلو مظاهره کوونکو ترمنځ نن سه شنبه یو ځل بیا سخت اخ او ډب رامنځ ته شوی دی.

په هانګ کانګ کې مظاهره کوونکو هڅه وکړه چې واک ته د کمونست ګوند د رسیدو د اویایمې کلیزې پرمهال د یووالي او ثبات په برخه کې د بیجینګ شعارونه و ننګوي.

په لس ګونو امنیتي ځواکونو په ښار کې د چین د اړیکو یوه مرکز ته د مظاهره کوونکو د ورتګ د مخنیوي په هدف امنیتي کمربند جوړ کړ.

د پاریدلو مظاهره کوونکو او پولیس ترمنځ نښتې په څو موقعیتونو کې وشوې او سړکونه د جګړې په میدان بدل شول.

په هانګ کانګ کې د دیموکراسي پلوو مظاهره چیانو مظاهرې د لومړي ځل لپاره د روان میلادی کال په مارچ میاشت کې د استراد د هغې لایحې پر ضد پیل شوې چې له مخې یې مجرمین د محاکمه کیدو لپاره چین ته استول کیدل.

د چین خپلواکي او د هانګ کانګ مظاهرې
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:23 0:00

XS
SM
MD
LG