د لاس رسي وړ اتصالات

د هانګ کانګ مشر مظاهره کوونکو ته مهلت ټاکلی


د هانګ کانګ مشر لیونګ چن ینګ د شنبې په ورځ په لسګونو زرو مظاهره کونکو ته مهلت وټاکه چې د مرکز څخه دي ووځي او اجازه دي ورکړي چې نن د دوشنبې په ورځ حکومتي دفاتر او ښوونځي خلاص شي.

د مظاهره کوونکو په عمومي مرکز کې فعالین اندېښنه لري چې د بلوا ضد پولیس به د سړکونو د پاکولو دپاره د قوې څخه کار واخلي خو د هانګ کانګ د مشر لیونګ خبرداریْ به مظاهره کونکي و نه ویروي چې د خپلو سوله ایزو مظاهرو څخه لاس واخلي.

د هانګ کانګ د شاګردانو د فیدراسیون عمومي منشي الیکس چاو پرون د یکشنبې په ماښام یوې غونډې ته وینا وکړه. فعالینو د حکومت د میانه روو استاځو سره مزاکرات پیل کړي دي خو وايي چې د هانګ کانګ د مشر ښاغلي لیونګ سره به خبرې ونکړي.

په دې هکله د هانګ کانګ د شاګردانو د فیدراسیون عمومي منشي الېکس چاو داسي وویل "مونږ ټول پردې سلا یوو چې مزاکرات ضروري دي چې پرمختګ وشي. خو دا لا معلومه نه ده چې حکومت صادق دی او غواړي چې د هانګ کانګ د خلګو سره موافقې ته ورسېږي او که نه."

د هانګ کانګ د مشر شرط نه منل

د هانګ کانګ مشر ښاغلي لیونګ ویلي دي چې د مزکراتو لومړی شرط یې دا دی چې مظاهره کونکي باید د هغه مهلت ومني. خو د شاګردانو د فیدراسیون مشر ښاغلی چاو وايي چې هغوي به د هانګ کانګ د مرکز څخه ونه وځي اما اجازه به ورکړي چې حکومتي کارمندان خپلو دفترونو ته ولاړ شي.

هغه وویل "یقینناْ چې داسي به ونشي. تاسو هغه پول لیدلی شیْ چې خلاص دی او مونږ نه دی بند کړی او د هماغه پله څخه د حکومت کارمندان تیریږي او خپلو دفترونو ته ځي. البته چې مونږ د خپلو اتباعو امنیت ته اندېښمن یوو او د پولیسو غبرګون ته متوجې یوو."

مظاهره کوونکي آرامه او ژمن معلومېدل خو پرون ماښام په سیمه کې یو ډول اندېښمن وضیعت احساسیدی.

انا چاو محصله ده او ۲۱ کاله عمر لري . هغه د لومړنیوو مرستو مرکز اداره کوي. هغې اوس عینکې اغوستي دي او نقاب یې پرمخ کړی دی چې د اوښکي بهونکي ګاز څخه ځان وژغوري. هغه وايي چې د پولیسو د غبرګون څخه ویره لري خو دغه غبرګون به نور خلګ هم مظاهرو ته وهڅوي.

هغې وویل "دا د منلووړ نه ده مونږ ټول پوه او تحصیل کده خلګ یوو. څنګه په هانګ کانګ کې داسي یو وضیعت راځي؟ زه پر پولیسو هیڅ اعتماد نلرم."

د ادمیرلتي د میټرو د ایستګاه سره چې د مظاهره کونکو د تلو راتلو عمومي مرکز دی، درې تنکي ځوانان د نقشې سره ولاړ دي. هغوي د سیمې څخه د مظاهره کوونکو د ایستلو مسولیت لري. که چیري پولیس د مظاهره کونکو سره بیا نښتې وکړي نو دوي به د لارښود په توګه مرسته ورسره وکړي.

د دوي د ډلې څخه زینیا یپ وايي چې تر ټولو مهمه موضوع د فعالینو او مظاهره کونکو د امنیت موضوع ده چې هغوي د دې وړتیا ولري چې خپلو مظاهرو ته ادامه ورکړل شي.

هغې وویل "ښايي وضیعت نن ماښام ډیر پسي خراب شي نو په کار ده چې ټول د احتیاط څخه کار واخلي. که چیري داسي عجیب اقدام ووینیْ او یا دود احساس کړیْ نو باید د سیمې څخه وتښتیْ. ستاسو د امنیت څخه نور هیڅ شیْ مهم نه دي."

د یادونې وړ ده چې په داسي حال کې چې د هانګ کانګ حکومت د مظاهره کوونکو پرضد سخت دریځ غوره کړی دی، مظاهره کونکي هم خپلو مظاهرو ته ژمن او متعهده دي.

XS
SM
MD
LG