د لاس رسي وړ اتصالات

د هندیانو ترمنځ د افغان ’شطرنج کاکا‘ شهرت


په ډهلي کې د شطرنج افغان لوبغاړی
په ډهلي کې د شطرنج افغان لوبغاړی

افغان مهاجر عبدالصمد چې د یوه ښه او هوسا ژوند د موندلو لپاره هند ته تللی، د خپلې مساپرۍ سختې شپې او ورځې د شطرنج په لوبو تیروي.

دی اوس په نوې ډهلي کې پر "شطرنج کاکا" مهشور دی او د همدې لوبې له لارې یې ډیر مینه وال پيدا کړي دي.

عبدالصمد د شطرنج یوه تخته لري او هر ورځ د نوي ډهلي په واټونو کې له بیلابیلو کسانو سره لوبه کوي او له همدې لارې له ډیرو خلکو سره آشنا شوی دی.

نوموړی د جلال آباد ښار اصلي اوسیدونکی دی او څلور کاله مخکې د مهاجر په توگه د هند پلازمینې دهلي ته ولاړ او د کورنۍ له کوم غړي پرته یې خپل ژوند پیل کړی دی.

پر عبدالمصمد چاپیر خلک ورځ تر بلی زیاتیږي. کله داسی هم کیږي چې په ورځ کې دری څلور لوبی یوځای ترسره شي.

عبدالصمد وايي :"دوامداره توګه شطرنج کوم، دلته هیچ نه پوهیږم چې ورځ څنگه تیریږي."

شطرنج کاکا
please wait
Embed

No media source currently available

0:00 0:01:38 0:00

نوموړي وايي د همدې لوبې له لارې یې ډیر ملګري پيدا کړي دي: " څلویښت کاله کیږی چی د شطرنج لوبه کوم، کله چې دلته راغلم فکر می نه کاوه چی خلک به شطرنج خوښ کړي خو اوس وینم چې دا لوبه ډیر مینه وال لري."

عبدالصمد د کناګټ پلیس ( Cannaught Place) په نامه د ګڼې ګوڼې په یوې سیمه کې د شطرنج تخته ایږدي او هر شوقي چې تیریږي یوه لوبه ورسره کوي. خو یو شمیر کسان شته چې یوازې له ده سره د لوبې لپاره راځي.

د عبدالصمد د کورنۍ اکثریت غړي په امریکا، کاناډا او جرمني کی اوسیږي او لګښت یې هم دوی برابروي.

XS
SM
MD
LG