د لاس رسي وړ اتصالات

څنگه خپل قهر او غوسه کنترول کړو


د روان پوهانو په اند د قهر کنترول مهم دی چې انسان له وروسته پښیمانې وژغوري

خشم او قهر د انسان یو عادي حس دی او کله هم پدې دلیل چې له انسان سره د کورنیو یا د کاري ماحول د موضوعگانو او مشکلاتو په حل کولو کې مرسته کوي ښایي یو مثبت حس وي.

خو کله چې قهر او غوسه په بدو ردو ویلو، له چوکاټه وتلو او په فزیکي برخورد واوړي ښایي ستونزې وزیږوي. د قهر او غوسې کنترول مهم دی چې انسان داسې څه ونه وایي او ونه کړي چې وروسته پرې پښیمانه وي.

خو د علمي او روانپوهنې له مخې څنگه کولای شو چې قهر او غوسه کنترول کړو؟

  • د غبرگون ځنډول: که یو شخص رښتیا هم په غوسه وي له عکس العمل دمخه باید یو څه انتظار وباسي. د مثال په توگه له یو نه تر سلو پورې دې وشمیري. پدې موده کې د زړه ضربان بیرته راټیټیږي او زیات احتمال شته چې قهر او غوسه یې کښیني.
  • ژور تنفس: د قهر او غوسې پر وخت تنفس چټک او سطحي کیږي. نو باید د قهر او غضب پر وخت څو شیبې ورو او ژور تنفس وکړو.
  • له خبرو ډډه کول: د قهر او غوسې پر وخت په زیات احتمال سره داسې کلیمې او خبرې له خولې وځي چې د ترمیمولو پر ځای هر څه ویجاړوي. پدې خاطر په خبرو کې یو څه ځنډ ښایي ددې سبب شي چې فکر منسجم او سنجولي کلیمات له خولې راووځي.
  • حرکت کول: بدني فعالیت اعصاب اراموي او غوسه راکموي. څو قدمه پیاده گرځیدنه یا باسیکل ځغلول د غوسې په راکولو کې مزسته کوي.
  • د عضلاتو سستول: د عضلاتو نرمول او راحت کول د قهر او غوسې د کمولو یوه بله لار ده. د د غاړې او اوږو عضلاتو ته حرکت ورکول د هغوی د نرمیدو او ارامۍ سبب کیږي.
  • تلقین کول: د تسکین بخښونکو کلیماتو او جملو په تکرارولو سره کولای شو ځان ارام او بیرته متمرکز کړو. د مثال په توگه "ارام اوسه،" "ارام،" "جدي یې مه گڼه،" "ښه به شي" او نور.
  • د ذهني کشمکش نه تیښته: یوې ځانته خونې ته تلل، د سترگو پټول او د ښه حالاتو او انځورونو رایادول لکه د مرغلرو په څیر اوبه، لوړ او ښکلي غرونه، د مرغانو آوازونه او داسې نور.
  • د موسیقۍ اوریدل: د موسقۍ اواز د قهر او غوسې احساس راکموي، خو بهتره ده چې پداسې حالاتو کې ارامه موسیقي واوریدل شي او د لوړې او ضربتي موسیقۍ له اوریدو ډډه وشي.
  • په مثبته لار د انرژۍ مصرفول: هغه زیاته انرژي چې د غوسې سبب شوې کیدای شي نورو ته د ښه، سالم او گټور کار په کولو ولگوو. یا هم د قهر او غوسې پر وخت ځان په گټورو کارونو لکه نقاشۍ، موسیقي غږول او یا شعر لیکولو مصروف کړو.
  • د احساساتو لیکل: د قهر او غوسې پر وخت خپل عواطف او احساسات کولای شو د کاغذ پر مخ ولیکو او پیښه تشریح کړو، پدې توگه په راتلونکې کې د داسې حالت د رامنځ ته کیدو مخنیوی کولای شو.
  • د غبرگون ښودلو مشق او تمرین: د له غوسې ډک غبرگون ښودلو دمخه باید په خپل ذهن کې لومړی هغه مجسم کړو او د هغې احتمالي پیالۍ و ارزوو. دغه ارزونه انسان ته ددې فرصت ورکوي چې هم د زیان رسونکي عکس العمل نه ډډه وشي او حتی ستونزې ته یوه معقوله او منطقي لار پیدا شي.
  • لاره بدلول: که د کار او کور ترمنځ واټن کې ترافیکي گڼه گوڼه د یو کس د ورځني قهر سبب کیږي باید خپله لاره بدله کړي او حتی که لاره اوږده هم وي هغه غوره کړي.
  • په زړه کې ویل: هغه حالت چې د قهر او غوسې سبب شوی کولای شئ د یو ملگري، دوست او همرازه سره شریک کړی، ښایي هغه ښه او بهتره لار پیدا کړي. همداشان شان پدې توگه د زړه غوټه ماتیږي.
  • خندل: هیڅ بل شی د خندا په شان د قهر او غوسې د کمیدو سبب کیدای نشي. د قهر او غوسې پر وخت کولای شو د ماشومانو سره په لوبو تیر کړو یا د یوې تمثیلي ټوټې او یا کمیډي فلم په لیدلو او یا هم د ټوکو په لوستلو او اوریدلو وخاندو.
  • د یو لیک لیکل: هغه څه چې مو په زړه کې دي هغه چاته چې د غوسې سبب شوی ولیکئ او بیا لیک څیرې کړئ. حتی د کاغذ پرمخ د عواطفو او احساساتو بیان او لیکل که د مقابل لورې غوږ ته هم ونه رسیږي سړی اراموي.
  • بخښنه: د هغه چا بخښنه چې ناوړه کار یې کړی او د قهر او غوسې سبب شوی میړانه او زیات عاطفي مهارت غواړي. د هغه چا بخښل چې تاسې یې خفه کړي یاست، ډیر ژر د قهر او غوسې د راکمیدو سبب کیږي.
  • د مقابل لورې سره همدردي: یو ځل ځان د هغه چا په موقف کې کښینوئ او حالاتو ته د هغه له سترگو وگورئ. د وضعیت بل ډول درک کول د ارامۍ او د قهر او غوسې د کمیدو سبب کیږي.

په هغه صورت کې چې ددغو ټولو لارو چارو په کارولو سره د یو شخص قهر او غوسه کنترول شي باید له ډاکتر نه مرسته وغوښتل شي، ځکه امکان لري چې نور عوامل به ددې سبب شوي وي چې یو سړی خپل قهر او غوسه نشي کنترولولای.

XS
SM
MD
LG