د لاس رسي وړ اتصالات

د بشرحقونو ډله: ټرمپ په وینا کې د افغانانو زیانمنیدلو ته پام ونکړ


د بشري حقونو د څار ډله وایي د ټرمپ د افغانستان پالیسي د بدل اخیستلو پالیسي ده، د خلکو د حفاظت پالیسي نده.

د بشري حقونو د څار ډلې د امریکا د ولسمشر ټرمپ د افغانستان لپاره د نوي پالیسۍ په هکله په وینا نیوکې کړیدي او وایي چې په دغه وینا کې د افغانانو زیانمنیدلو ته پام ندی شوی.

د بشري حقونو د څار ډلې په خپلې ویبپاڼې په یوې مقالې کې لېکلي چې د ټرمپ د سه شنبې د ورځې په وینا کې په افغانستان کې د پوځي ماموریت د غځیدو او د ښکیلتیا د اصولو د نرمولو فیصله کړېده او ټرمپ دا گڼي چې د عام خلکو حفاظت یو اضافي بار دی.

د بشري حقونو د څار ډله د ولسمشر ټرمپ سابقې ته اشاره کوي او وایي چې ټرمپ پخوا په ډاگه دا ویلي دي چې جنگي جنایتونه او تشدد د جنگ د گټلو تاکتیکونه دي.

د بشري حقونو د څار ټولنه زیاتوي چې ټرمپ وایي چې د ترهگرو په ضد د نظامي عملیاتو د پراخولو سره به بدل اخیستل گړندي او قوي شي خو د بشري حقونو د څار ټولنه وایي چې دغه به د بشري حقوقو ځبل لا زیات کړي. دغه ټولنه وایي چې په تیره کې دغه ډول گامونو د افغانستان په حکومت د افغانانو باور راکم کړیدی.

د بشري حقونو د څار ټولنه په ټرمپ دا نیوکه هم کوي چې د افغانستان د وضع او شخړې نه ناخبره دی او یوه ډیره خطرناکه حل لاره یې لټولې ده چې دا به افغانانو ته لا نور زیان ورسوي.

دغه ډله د امریکا د پوځ نه غواړي چې که ولسمشر ټرمپ هر څنگه تگلاره غوره کړې وي، خو د امریکا عسکر باید د جنگ په هکله د نړیوالو قوانینو په اساس د افغانانو خوندیتوب ته پام وکړي.

XS
SM
MD
LG