د لاس رسي وړ اتصالات

د ترکیې په یو ځنګل کې د اور لګېدنی له امله سلګونه کسان له سیمې ایستل شوي


عکس: ارشیف - په ترکیه کې د ۲۰۲۲ کال ځنګلي اورونه
عکس: ارشیف - په ترکیه کې د ۲۰۲۲ کال ځنګلي اورونه

ترکي چارواکو او رسنیو د شنبې په ورځ اګست ۱۷ (زمري ۲۷) وویل چې د درېیمې ورځې لپاره د ازمیر ښار کې په یو ځنګل کې د لګېدلي اور د مهارولو هڅې روانې دي‌ او تېره شپه سلګونه نور کسان له سمیې څخه ایستل شوي دي.

د فرانسې خبري اژانس د ترکیې د ان ټي وي خبري چینل د راپور په اساس ویلي چې هلیکوپټرو او د اوبو د شیندنې الوتکو چې په سیمه کې د قوي بادونو له امله د اور وژنې عملیات یې ځنډولي و د شنبې په سهار بېرته عملیات پیل کړي دي.

د راپورونو په اساس اور لګېدنه د پنجشنبې په ورځ پیل شوه او د تیز باد له امله په یو ساعت کې د ۵۰ کیلومتره په چټکتیا سره د استوګنې سیمو ته ورسېده.

د ترکیې د کورنیو چارو وزیر علي یرلیکایا ویلي دي چې د ازمیر د پنځو اغیزمنو ولسوالیو ۹۰۰ اوسېدونکي تېره شپه له سیمې ایستل شوي دي.

د پېښې یو شاهد د فرانسې خبري اژانس ته وویل چې لوګیو اسمان خړ کړی او ټول ازمیر چې د ترکیې درېیم ډېر نفوس لرونکی ښار دی د لوګیو بوی نیولی دی.

د ترکیې د کرنې او ځنګلونو وزیر ابراهیم یماکلي وویل: «اوسمهال دوه الوتکې او یوولس هلیکوپټرې د اور مهارولو ته دوام ورکوي، د ښار اوسېدونکي باید اندېښمن نه وي.»

د کرنې وزیر زیاته کړه چې شاوخوا ۱۶۰۰ هکتاره ځمکه د اور لګېدنې له امله اغیزمنه شوې ده.

د ترکیې په لویدیځ کې د بولو او ایدین ښارونو د ځنګلونو په ګډون په یو شمېر نورو سیمو کې هم شپږ ځایه اور لګېدلی دی.

ساینس پوهان وايي د اقلیم بدلون د اوږدمهالې او زیاتې تاودوخې په ګډون د سختو موسمي پېښو د رامنځ ته کېدو لامل شوی دی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG