د امریکا د توفان ملي مرکز وایي د ایرما توفان یو څه کمزوری شوی خو لا هم د فلوریدا ایالت ته جدي گواښ دی.
د ایرما توفان د جمعې په ورځ د کارابین په جزیرو کې د سختو ورانیو وروسته د امریما د فلوریدا ایالت په لور خپل حرمت ته دوام ورکوي او تمه ده چې د یکشنبې په سهار میامي ته ورسیږي.
په اطلس سمندر کې د پیړۍ دغه زورور توفان تر اوسه ١۴ کسان وژلي او څه دپاسه ٢٣ تنه یې ټپیان کړي دي. دې توفان د خپل حرکت په مسیر کې بېشمیره تاوانونه اړولي دي.
د توفان اړوند کارپوهانو ویلي چې ددغه ویجاړونکي توفان کچه څلور درجو ته راټیټه شوې ده، خو د باد سرعت یې اوس هم په ساعت کې ٢٥۴ کیلومتره دی او سخت باران ورسره مل دی چې کیدای شي په میلیونونو خلکو ته د بریښنا رسولو چارې وشلوي.
د فلوریدا ایالت والي خبرداری ورکړی چې ددې توفان اثرات به ټول ایالت ته ورسیږي، هغه د ددې ایالت د جنوب له خلکو غوښتي چې له خپلو سیمو ووځي.
د ایرما توفان به د فلوریدا سواحلو ته له رسیدو دمخه د شنبې په ورځ د ترکز، کایکس او بهاماز جزایر وځپي.
دې توفان د سه شنبې په ورځ او د چهارشنبې په سهار د باربودا جزیره ویجاړه کړه او ورپسې د چهارشنبې په ورځ د پورتوریکو نه تیر شو.
دا توفان د جمعې په ورځ د هسپانیولا جزیرې او کیوبا نه تیریږي او د بهاماز د ختیځ په لور حرکت ته دوام ورکوي. د ایرما سخت باد به د فلوریدا جنوب ته د شنبې په شپه راورسیږي.