د لاس رسي وړ اتصالات

د جرایمو نړیوالې محکمې په افغانستان کې د پلټنو غوښتنه رد کړه


د جرمونو د نړیوالې محکمې وکیلې فاټو بنسودا (منځ کې) افغانستان کې د جنگي جرمونو او بشر ضد جنایتونو د پلټنو غوښتنه کړې وه

د جرمونو نړیوالې محکمې د افغانستان د تاوتریخوالي په ترڅ کې د جنگي جرمونو او بشر ضد جنایتونو په هکله د پلټنو د پیل کولو لپاره غوښتنه رد کړې ده.

دغه غوښتنه چې په ٢٠١٧ کال کې ددې محکمې د مدافع وکیلې فاټو بنسودا، له خوا مطرح شوی وه همداشان په افغانستان کې میشت د امریکایي سرتیرو په وړاندې د جرمي تورونو په اړه پلټنې هم په کې شاملې وې.

د جرمونو نړیوالې محکمې ددې غوښتنې د ردولو په اړه تصمیم د جمعې په ورځ اعلان کړ او وویل چې پدې اړه د پلټنو پیل "عدالت نشي تامینوالای"، ځکه ددې محکمې په باور د امریکا د متحده ایالاتو او محلي قوماندانانو په گډون په افغانستان کې ښکیل اړخونه به پدې هکله لازمه همکاري ونکړي.

د امریکا د متحده ایالاتو حکومت په ځانگړې توگه په ٢٠١٦ کې د جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ د واک ته رسیدو نه وروسته د جرمونو نړیوالې محکمې ته په افغانستان کې د امریکایي سرتیرو پر ضد د جرمي تورونو د هر ډول تعقیب په هکله خبرداری ورکړی دی.

دغه محکمه ددې صلاحیت لري چې هغه تورونه وپلټي چې مربوطه دولتونه یې د ترسره کولو لازم توان او یا هم اراده ونه لري.

پدې وروستیو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې ددې محکمې په وکیلانو باندې به بندیزونه ولگوي چې غواړي په افغانستان کې د امریکایي سرتیرو پورې مربوطې قضیې وپلټي.

د امریکا د حکومت ددغه تصمیم په وړاندې د بشري حقونو بنسټونو اندیښنه څرگنده کړې او هغه یې د عدالت او د بشري حقونو د تامین په وړاندې خنډ بللی دی.

خو د جرمونو نړیوالې محکمې ویلي دي د امریکا د حکومت د گواښونو سره سره به خپل کار ته دوام ورکړي.

XS
SM
MD
LG