په پام کې ده چې د سه شنبې په ورځ، جولای ۱۴ (چنګاښ ۲۳) یو مسلمان سخت دریځی د مالي د تېمبکتو په ښار کې د جنګي او د بشریت پر ضد د جرمونو په تور کې محاکمه شي.
الحسن عبدالعزیز په ۲۰۱۸کال کې په مالي کې نیول شوی و.
ویل شوي چې دغه کس د انصار الدین ډلې مهم غړی دی.دغه ډله په ۲۰۱۲کال کې د یوه کال لپاره د مالي پر شمالي سیمو حاکمه وه.
څارنوالان وایي چې الحسن د ربړولو، تیري، جنسي مرييتوب، او نورو غیرانساني کړنو په شمول ګڼ جرمونه کړي دي.
په هالند کې د جرمونو د نړیوالې محکمې لویې څارنوالې فاطو بنېسودا ویلي چې الحسن د یوه تاريخي هنري اثر په ورانولو هم تورن دی.