د لاس رسي وړ اتصالات

سره صلیب په پېښور او کراچۍ کې خپل فعالیت معطله کړی


د سره صليب نړيواله کميټه ICRC وايي چې د يوه کارکوونکي د وژلو نه وروسته يې په پېښور او کراچۍ کي کارونه معطل کړي دي. په پاکستان کې د سره صليب نړيوالې موسسې يوې وياندې خبريالانو ته داسي وويل: ،،سره صليب پريکړه کړې چي په پيښور او کراچۍ کي خپل کارونه معطل کړي او په دغو دوو غټو ښارونو کي به زمونږ د فعاليتونو ځنډيدل په ناروغانو او روغتيايي فعاليتونو باندي ډيره زياته ناوړه اغيزه ولري ، په خاصه توگه کوم زخميان چي دعلاج لپاره راوړل کيدل. خو سور صليب غواړي چي په پاکستان کي د خپلو بشري مرستو او د خپلو افرادو او پرسونل د ژوند د خوندی ساتلو ترمنځ د موازنې د ساتلو په خاطر په خپلو ټولو فعاليتونو باندي له سره بشپړ غور وکړي.،،

په کوټه کې د سره صليب د يوه بريتانوي ډاکتر ،خليل راسجيد ډيل څو مياشتي مخکي تښتول شوي و او بيا يي مړي سږکال د اپريل په ٢٩ نيټه په داسي حال کي د سړک پر غاړه وموندل شو چي سړو تښتوونکو يي سر غوڅ کړی و.طالبانو ددغه بريتانیوي ډاکتر د تښتولو او وژلو مسووليت پر خپله غاړه اخيستلی و.ددغې پيښې نه وروسته سور صليب په کوټه کي خپل کارونه معطل کړل.

ډاکتر خليل راسجيد ډيل څوکاله دسره صليب د نړيوالې کميټي لپاره په افغانستان سوماليه او پاکستان کي کارکړي و.

XS
SM
MD
LG