د افغانستان د ټاکنو د خپلواکه کمیسیون رئیس احمد یوسف نورستاني د سه شنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو سره د افغانستان دټاکنیز سیستم د اصلاح لپاره د جمهور رئیس له خوا د یو ځانګړي کمیسیون د جوړیدلو په باب خبرې کولې وویل چې د ټاکنو د کمیسیون چارواکي یوازې د افغانستان د نافذه قوانینو له مخې رامنځ ته کیدونکو اصلاحاتو ملاتړ کوي.
ښاغلي نورستاني وویل " خو هیڅکله دا نه منو چې یو څوک قانون ترپښو لاندې کړي اود هیواد د اساسي قانون اود ټاکنو د قانون په خلاف هر څه چې زړه غوښتي وي اصلاحات راولي اویا د خپل هوس له مخې په دغه ځای کې اصلاحات راولي هغه مونږ هیڅکله نشو منلی ".
د افغانستان د ټاکنو د خپلواکه کمیسیون رئیس د جمهوررئیس محمد اشرف غني د فرمان په اساس د افغانستان د ټاکنیز سیستم د اصلاح لپاره د یو کمیسیون د جوړیدلو په باب چې ټاکل شوې په نږدې ورځو کې به جوړ شي وویل چې یوازې دې د رسنیو له لارې د دغسې یو کمیسیون د جوړیدلو په اړه اوریدلي دي.
احمد یوسف نورستاني پوښتنه وکړه چې د ټاکنو کمیسیون کمشنران چې د شپږو کلونو لپاره غوره شوي هغوی به د کوم قانون له مخې له کاره ګوښه کیږي.
ښاغلي نورستاني وویل " ما درته وویل چې څنګه کوئ مثلآ مونږ د قانون له مخې د ټاکنو د کمیسیون کمشنران صاحبان د شپږو کلونو لپاره ټاکل شوي دي دا کوم قانون دی چې هغوی له کاره ګوښه کوي په کوم اساس او کوم قانون".
د افغانستان د ملي یووالي د حکومت دوه مشران جمهور رئیس غني او اجرائیه رئیس عبدالله د دغه حکومت د جوړیدلو په وخت د ټاکنیز سیستم د اصلاح لپاره د یوه ځانګړي کمیسیون په جوړیدلو سره موافقې ته رسیدلي وو، خو د دغه حکومت د جوړیدلو نه د څه باندې پنځه میاشتو د تیریدلو سره سره لا هم د ټاکنیز سیستم د اصلاح لپاره کمیسیون نه دی جوړ شوی.
جمهور رئیس غني د دې اونۍ په سرکې د افغانستان د پارلمان د پرانستلو غونډې ته د وینا په وخت وویل چې ژر به ټاکنیز سیستم د اصلاح لپاره به یوکمیسیون جوړ کړي.
د افغانستان د ملي یووالي د حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله د دوشنبې په ورځ د دغه کمیسیون د جوړیدلو اړتیا یادونه وکړه ویې ویل چې ژر به کمیسیون په کار پیل وکړي.
ښاغلي عبدالله وویل " تیرو ټاکنو ته په باملرنې چې افغانستان شاته پريښي دي یوازې عادلانه او شفافه ټاکنې هیله نه بلکه یو حتمي مسله او اړتیا ده د افغانستان بقا او سلامت دې مسلې پورې تړلی دی ټاکل شوې ده چې د ټاکنیز نظام او سیستم د اصلاح او د ټاکنیزو قوانینو د تعدیل لپاره یو کمیسیون رامنځ ته شي انشاالله په برخه کې به کار پیل شي".
که څه هم د افغانستان د ټاکنو د ملاتړادارې هم د ټاکنیز سیستم اصلاح په ټاکنو د خلکو د باور پرځای کیدلو لپاره یوه اړتیا ګڼي او وایي چې د ټاکنیز سیستم د اصلاح دمخه باید پارلماني ټاکنې ترسره نه شي.
د دموکراسئ انټرنشنل په نوم د ټاکنو د څار یوې نړیوالې ادارې په یوه سروې کې ویلي چې ۹۲ فصیده خلک په افغانستان کې د ولسي جرګې او ولسوالیو د شوراګانو د ټاکنو دمخه د خپل هیواد د ټاکنیز سیستم اصلاح کول غواړي.
د دغې ادارې یو چارواکي زکریا بارکزي د دوشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل چې د دوی دا سروې چې په ۳۴ ولایتونو کې د څلور زرو نه زیاتو کسانو سره د مرکو په اساس ترتیب شوې یوازې د مرکه شوو کسانو څلور فیصدو یې ویلي چې اصلاحاتو ته اړتیا نشته.
ښاغلي بارکزي وویل " د مرکه شووکسانو اکثریت یعنی ۹۲ فیصدو ویلي چې د راتلونکي کال د پارلماني انتخاباتو دمخه د انتخاباتي سیستم اصلاح ته اړتیا ده. یواځې څلور فیصدو کسانو ویلي چې انتخاباتي اصلاحاتو ته اړتیا نشته ".
د ولسي جرګې د ټاکنو ځنډ
په افغانستان کې د ټاکنیز سیستم د اصلاح له امله د ثور د دوهمې ورځې د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو ټاکنې هم ځنډیدلي دي.
که څه هم دمخه ویل شوي وو چې نړیواله ټولنه د ټاکنیز سیستم د اصلاح دمخه د ټاکنو خپلواکه کمیسیون ته د لازمو پیسو برابرولو ته چمتو نه ده خو د افغانستان د ټاکنو خپلواکه کمیسیون رئیس وايي چې اصلآ افغان حکومت په ټاکلې نیټه د پارلماني ټاکنو ترسره کولو نیت نه لري او که نړیواله ټولنه د دغو ټاکنو لپاره د پیسو برابرولو ته چمتوالی لري.
ښاغلي نورستاني وویل"مونږ دوی سره خبرې کړي دي هغوی مونږ ته ویلي چې که حکومت وغواړي مونږ چمتو یو چې دا امکانات تاسو ته برابر کړو ".
د افغانستان د ټاکنو د خپلواکه کمیسیون رئیس وايي چې تر اوسه یې دوه ځلې د ولسي جرګې او ولسوالیو د شوراګانو د ټاکنو په باب د دغه کمیسیون له خوا ترتیب شوې طرحې د جمهور رئیس محمد اشرف غني سره شریکې کړي دي خو حکومت ورته بیرته ځواب نه دی ورکړی.
په افغانستان کې پارلماني ټاکنې په داسې حال کې ځنډیدلې دي چې د ولسي جرګې رئیس عبدالروف ابراهیمي د یکشنبې په ورځ د افغانستان له جمهوررئیس نه په قانوني نیټه د دغو ټاکنو د ترسره کولو غوښتنه کړې ده.
د افغانستان د اساسي قانون دغوښتنو له مخې باید د ولسي جرګې ټاکنې د دغې جرګې د پنځم تقنیني کال د پای ته رسیدلو یوه یا دوه میاشتې وړاندې ترسره شي.
د دغه قانون له مخې د ولسي جرګې کار د پنځم کال د سرطان په لومړۍ نیټه د ټاکنو د پایلو د اعلان وروسته پای ته رسیږي.