د لاس رسي وړ اتصالات

هاشمي: شاوخوا ۹میلیونه رایو پاڼې به تر یوې میاشتې بهرکې چاپ شي


ټاکنو خپلواک کمیسیون وايي د ولسي جرګې د راروانو ټاکنو د رایې ورکوونکو لپاره شاوخوا نهه میلیونه د رایو پاڼې به په بهر کې چاپ شي.

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون وايي، دغه کمیسیون په پام کې لري د ولسي جرګې د راروانو ټاکنو لپاره د رایې ورکوونکو شاوخوا نهه میلیونه د رایو پاڼې په بهر کې چاپ کړي.

د ټاکنو د خپلواک کمیسیون منشي او ویاند سید حفیظ الله هاشمي امریکا غږ اشنا راډیو ته نن د جمعې په ورځ ( سنبلې دوییمه) وویل، چې تیره ورځ یې د ولسی جرګې د ټاکنو لپاره د رایې ورکوونکو د رایو د پاڼو اسناد مرسته کوونکي ادارې ته سپارلي، چې ټاکل شوې دا اداره به د یوې میاشتې په موده کې د رایو پاڼې په بهر کې چاپ او له چاپ وروسته به یې بیرته دغه هیواد انتقال کړي.

سید حفیظ الله هاشمي، وویل، چې د رایو پاڼې به د ولسی جرګې او ولسوالیو د شوراګانو راروانو ټاکنو ته د ثبت شوو رایو ورکوونکو د شمیر په اندازه چاپ شي.

د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د شمیرنو له مخې د ولسي جرګې او ولسوالیو د شوراګانو د ټاکنو لپاره د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې شاوخوا نهه میلیونه رایې ورکوونکو خپل نومونه ثبت کړي دي.

د ټاکنو د خپلواک کمیسیون منشي او ویاند وویل، چې تراوسه لا د رایو د چاپ ځای معلوم نه دی، خو د چاپ او بیرته افغانستان ته د رايو د پاڼو لیږد به یوه میاشت وخت واخلي.

ښاغلي هاشمي وویل " د رایو اچونې پاڼې د کمیسیون د غړو له خوا تائید شوې او په رسمي ډول د چاپ لپاره ډونر ته اسناد تسلیم شول او د افغانستان څخه بهر د چاپ وروسته به د رایو پاڼې بیرته افغانستان ته انتقال شي".

د افغانستان د جمهوري ریاست او ولایتي شوراګانود تیرو ټاکنو او هم د ولسي جرګې د تیرو ټاکنو د رایو پاڼې په متحده عربي اماراتو کې چاپ شوې وې.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون د ولسي جرګې د ټاکنو د رایو د پاڼو د چاپولو پریکړه په داسې حال کې کړې، چې لا هم د افغانستان یو شمیر سیاسي ګوندونه د ولسي جرګې او ولسوالیو د شوراګانو د ټاکنو لپاره د ټاکنو د خپلواک کمیسیون له خوا د شاوخوا نهه میلیونو ثبت شوو رایې ورکوونکو په شمیر شک ښيي او دا ګڼي چې د ثبت شوو رایې ورکوونکو شمیر د دغه شمیر څخه خورا کم دی.

د سیاسي ګوندونو اندیښنو ته په پاملرنې جمهور رئیس محمد اشرف غني د چهارشنبې په ورځ (زمري۳۱ مه) د یو شمیر ولایانو سره د ویډیو کنفرانس له لارې د خبرو پر مهال د ولایتونو څخه کابل ته د تذکرو د ویشلو د ثبت کتابونو لیږد امر وکړ.

د ارګ څخه په خپور شوي یو بیان کې ویل شوي، چې جمهور رئیس غني د ټاکنو په پروسه کې د شفافیت او چټکتیا په خاطر والیانو او اړوندو مسوولانو ته لارښوونه وکړه چې د وېشل شویو تذکرو د اساس کتابونه په درې ورځو کې له ولسوالیو څخه د ولایتونو مراکزو ته او له هغه ځای څخه د هوا له لارې کابل ته انتقال کړي.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون د ولسي جرګې د ټاکنو لپاره د رایې ورکوونکو د رایو د پاڼو د چاپولو پریکړه په داسې حال کې کړې، چې د زمري د میاشتې له یوویشتمې راهیسې د کابل په ګډون په ۸ ولایتونو کې د اعتراض کوونکو له خوا د ټاکنو د خپلواک کمیسیون دفترونه تړل شوي دي.

دا دفترونه د یو شمیر هغو اعتراض کوونکو له خوا، چې نومومه یې د ټاکنیزو شکایتونو د کمیسیون له خواد ټاکنو د وروستي لیست څخه ایستل شوي تړل شوي دي.

خو د ټاکنو خپلواک کمیسیون منشي او ویاند هیله ښيي، چې امنیتي ادارو کارکوونکو ورته د دفترونو د پرانیستلو ډاډ ورکړی او دا دفترونه د راروانې اونۍ په پیل کې بیرته پرانیستل شي.

XS
SM
MD
LG