د لاس رسي وړ اتصالات

امنیتي ستونزو د رایې اچونې د ۲۴٪ مرکزونو د ارزونې مخه نیولې


د ټاکنو کمیسیون وايي، د امنیتي ستونزو له امله دغه کمیسیون د رایې اچونې ۲۴ فیصده مرکزونو ارزونه ونشوه کړی.
د ټاکنو کمیسیون وايي، د امنیتي ستونزو له امله دغه کمیسیون د رایې اچونې ۲۴ فیصده مرکزونو ارزونه ونشوه کړی.

د ټاکنو خپواک کمیسیون وايي، په افغانستان کې امنیتي ستونزو د دغه کمیسیون د رایې اچونې د مرکزونو ارزونې چارې له ستونزو سره مخ کړي، چې له امله یې دوی و نشو کړی چې ۱۷۴۴ مرکزونه وارزوي.

د ټاکنو د خپلواک کمیسیون سرپرسته او عملیاتي مرستیاله وسیمې بادغیسي نن د چهارشنبې په ورځ د افغانستان د یو شمیر سیاسي ډلو او د مدني ټولنې د استازو سره د رایې اچونکو د نومونو د لیست د برابرولو په اړه د دغه کمیسیون د نوې طرحې په هکله د خبرو پر وخت وویل چې د ټاکنو کمیسیون د رایې اچونې د مرکزونو د ارزونې د بهیر په ترڅ کې د ۵۴۳۶ مرکزونو چې د ټولو مرکزونو ۷۶ فیصده جوړوي، په اړه خپلې پلټنې بشپړي کړي دي.

میرمن بادغیسي وویل " د ارزول شوو مرکزونو شمیر ۵۴۳۶ دی، چې ۷۶ فیصده جوړوي او ۱۷۴۴ مرکزونه د امنیتي ګواښونو له امله نه دي ارزول شوي یعنې په مجموعي ډول د ټولو مرکزونو ۲۴ فیصده یې د امنیتي ستونزو له امله نه دي ارزول شوي".

د ټاکنو خپلواک کمیسیون وايي، د رایې اچونې د مرکزونو د ارزونې د بهیر په ترڅ کې یې ۱۰۱۵ مرکزونه چې د خلکو په شخصي کورونو کې وو، د عامه خد متونو ادارو لکه ښوونځي، کلینکونه او جوماتونو ته لیږدولي، تر ۵۸۶ پورې مرکزونه یې په نورو مرکزونو کې مدغم کړي او هم یې د خلکو د غوښتنو پر اساس ۱۳۴۱ نوي مرکزونه ټاکلي دي.

د افغانستان د جمهوري ریاست او ولایتي شوراګانو په تیرو ټاکنو کې په دغه هیواد کې رایې اچوونکو په ۷۱۸۰ مرکزونو خپلې ر ایې کارولې وې. خو اوس د ټاکنو خپلواک کمیسیون وايي چې د نوو پلټنو له مخې د دغو مرکزونو شمیر ۷۳۵۵ ته رسیدلی دی.

د ټاکنو د خپلواک کمیسیون سرپرستې د را روانو ټاکنو لپاره د رایې ورکوونکو د نومومو د لیست د برابرولو په برخه کې د دغه کمیسیون د طرحې په هکله هم خبرې وکړې او ویې ویل، د دغې طرحې له مخې به د تذکرو پر اساس د رایې ورکوونکو د نومونو لیست ترتیب شي.

میرمن بادغیسي وویل چې د سیاسي ډلو او مدني ټولنې له استازو سره د سلامشورو ور وسته به دا طرحه افغان حکومت ته وړاندې شي او که چیرې افغان حکومت او نړیوالې ټولنې دا طرحه پر وخت ومني نو بیا به کمیسیون د رایې ورکوونکو د نومونو لیست د ترتیبولو کار پیل کړي.

د دې طرحې له مخې به په افغانستان کې د ټاکنو وړاندې د ملي تذکرو پر اساس د رایې ورکوونکو د نومونو لیست ترتیب شي چې د همدغې لیست له مخې به رایې ورکوونکي د خپلې خوښې کاندید ته د رایې اچونې په مرکزونو کې خپلې رایې وکاروي.

XS
SM
MD
LG