د لاس رسي وړ اتصالات

د ټاکنو کمیسیون په ښارونو کې د نوم لیکنې موده وغځوله


د ټاکنو خپلواک کمیسیون وايي د نوم لیکنې بهیر له پیل څخه تر اوسه څه باندې یو نیم میلیون رایې ورکوونکو خپل نومونه ثبت کړي دي.

د افغانستان د ټاکنو کمیسیون د رایې ورکوونکو د نوم لیکې بهیر موده د ولایتونو په مرکزونو کې یوه میاشت نوره اوږده کړه.

د ولسي جرګې او ولسوالیو د شوراګانو لپاره د نوم لیکنې په بهیر کې په کم شمیر د رایې ورکوونکو ګډون له کبله د ټاکنو کمیسیون د ولایتونو په مرکزونو کې د نوم لیکنې بهیر موده یوه میاشت نوره هم اوږده کړي.

د کمیسیون رئیس ګلاجان بدیع صیاد د پنجشنبې په ورځ( مۍ۱۰) خبریالانو ته وویل، چې د مدني ټولنې د استازو او سیاسي ګوندونو د غوښتنې له مخې یې د ۳۴ ولایتونو په مرکزونو کې د رایې ورکوونکو د نوم لیکنې بهیر یوه بله میاشت وغځوه.

ښاغلي صیاد وویل "د نوم لیکنې لړۍ به په ښارونو کې یوه میاشت نوره هم وغځول شي، ترڅو ټولو هیوادوالو ته د دې فرصت ورکړل شي، چې د راتلوونکو ټاکنو لپاره خپل نومونه د ټاکنو په تعین شوو مرکزونو کې ثبت کړي".

د ټاکنو خپلواک کمیسیون د وري د میاشتې په ۲۵ مه د کابل په ګډون د ۳۴ ولایتونو په مرکزونو کې د ولسی جرګې او ولسوالیو د شوراګانو د ټاکنو لپاره د رایې ورکوونکو د نوک لیکنې یو میاشتنی بهیر پیل کړ.

د نوم لیکنې روان بهیر راروانه اونۍ پای ته رسیده، خو د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د پریکړې له مخې به دا بهیر یو میاشت نور هم دوام وکړي.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون وايي، په ښارونو کې د نوم لیکنې د بهیر دوام به په ولسوالیو کې د دغه بهیر په پیل کومه اغیزه ونه کړي او د پلان سره سم به په ولسوالیو کې دا بهیر د غوايي د میاشتې په ۲۵ مه پیل شي او په دوه پړاونو کې به رایې ورکوونکي په ولسوالیو کې ټاکنو کې د ګډون لپاره خپل نومونه ولیکي.

د افغانستان د ټاکنو خپواک کمیسیون وايي، چې د نوم لیکنې د بهیر له پیل څخه راهیسې د ۳۴ ولایتونو په مرکزونو کې څه باندې یو میلیون او پنځه سوه زره ا تنو په نومونه ثبت کړي دي.

د افغانستان د ټاکنو خپواک کمیسیون وايي، چې د نوم لیکنې د بهیر له پیل څخه راهیسې د ۳۴ ولایتونو په مرکزونو کې یو میلیون او پنځه سوه او اولس زره اته سوه اته څلویښت تنو په ټاکنو کې د ګډون لپاره خپل نومونه ثبت کړي دي.

په دې شمیر کې یو میلیون او اته شپیته زره شپږ سوه یو اتیا سړي، څلور سوه دیارلس زره نهه سوه اوه شپیته یې ښځې، پنځه دیرش زره یو سل او اوه څلویښت تنه کوچیان او یو سل او اوه څلویښت افغان هندوان او سکهان دي.

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون د میزان د میاشتې ۲۸ مه ورځ د ولسي جرګې او ولسوالیو د شوراګانو د ټاکنو د ورځې په توګه اعلان کړې ده.

XS
SM
MD
LG