د لاس رسي وړ اتصالات

ټاکنو کمیسیون: پارلماني ټاکنې د تلې په ۲۸ مه ترسره کیږي


د ټاکنو خپلواک کمیسیون وایي، چې د ولسي جرګې او ولسوالیو راروانې ټاکنې به د تلې په ۲۸مه ترسره شي.

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون چارواکي وايي، د دغه کمیسیون د یو تخنیکي ټیم له خوا د بشپړو ارزونو وروسته کمیسیون پریکړه کړې چې د ولسي جرګې او ولسوالیو د شور اګانو ټاکنې د دمخه ټاکلې نیټې څه باندې درې میاشتې وروسته د تلې په ۲۸ مه ورځ ترسره کړي.

د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د عملیاتي چارو مرستیالې میرمن وسیمې بادغیسي امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې د شنبې په ورځ به د ټاکنو ورځ د کمیسیون له خوا په رسمي ډول اعلان شي.

میرمن بادغیسي وویل " په واقعیت کې د ټا کنو لپاره نیټه د تلې میاشت په پام کې نیول شوې، د ټاکنو ورځ او د ټاکنو مهالویش به سبا ته له غرمې وروسته په دوو بجو رسمآ اعلان شي".

تیرکال د ټاکنو خپلواک کمیسیون د چنګاښ ۱۶ مه ورځ د ولسي جرګې او ولسوالیو د شوراګانو د ټاکنو لپاره ټاکلې وه، خو د یو لړ تخنیکي ستونزو له امله دغه کمیسیون له وړاندې ویلي وو، چې په دې ڼیټه ټاکنې نه شي ترسره کولی.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون د رایې اچوونکو د نوملړ د برابرولو لپاره د نوم لیکنې بهیر د پیلیدو لپاره د وري د میاشتې ۲۵ مه ورځ اعلان کړې ده.

دا کمیسیون وایي، چې د رایې ورکوونکو د نوملړ د جوړولو لپاره یې ۱۲زره نوي کارکوونکي نیولي دي.

ټاکل شوې، د رایې ورکوونکو د نوم‌لیکنې لړۍ به لومړی د ولایتونو له مرکزونو څخه پیل او بیا ولسوالیو ته وغځول شي.

په افغانستان کې د ټاکنو پر وړ اندې یو لوی ګواښ امنیتي ستونزې ګڼل کیږي.

د کورنیو چارو د وزارت ستر امنیتي معین جنرال مراد علي مراد د وینا له مخې په افغانستان کې د رایې اچونې د ۷۳۵۵ مرکزونو له ډلې یوازې د ۴۱۶۵ مرکزونو امنیتي وضعیت د ډاډ وړ دی.

د رایې اچونې ۱۱۲۲ مرکزونه د لوړ ګواښ او همدومره نور د منځنۍ کچې د ګواښ سره مخ دي.

همداشان ۹۴۸ نور مرکزونه د افغان ځواکونو له کنټرول څخه په بهر سیمو کې پراته دي.

XS
SM
MD
LG