د لاس رسي وړ اتصالات

پارلماني ټاکنو کې د بایومیټریک ټکنالوژۍ د کارونې وړاندیز منل شوی


د ټاکنو خپلواک کمیسیون د ۱۳۹۷ کال د سرطان شپاړسمه ورځ د ولسي جرګې او ولسوالیو د شوراګانو د ټاکنو د ورځې په توګه اعلان کړې ده

افغان حکومت په راتلوونکو پارلماني ټاکنو کې د بایومیټریک ټکنالوژۍ څخه د کار اخیستلو په اړه د افغانستان د ټاکنو د کمیسیون وړاندیز منلی، چې له مخې به یې د دغو ټاکنو وړاندې د رایې ورکوونکو د نومونو لیست د بایو میټریک سیستم له لارې چمتو شي.

د افغانستان د ټاکنو د خپلواک کمیسیون غړی او ویاند گلا جان بدیع صیاد، امریکا غږ اشنا راډیو سره په مرکه کې وویل چې د بایومیټریک په ټکنالوژۍ به ۶۳ میلیونه امریکایي ډالره مصرف شي، چې د امریکا متحده ایالاتو له وړاندې د ۳۰ میلیونو او اروپایي ټولنې د ۱۵ میلیونو امریکایي ډالرو د برابرولو ژمنې کړي دي.

دا کمیسیون وایي پاتې ۱۸ میلیونه ډالر به د افغان حکومت او د نړیوالې ټولنې له خوا برابرې شي.

ښاغلي صیاد وویل " په راتلوونکو ټاکنو کې چې انشاالله له کومې ټکنالوژۍ څخه کار اخیستل کیږي د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د پریکړې له مخې د بایومیټریک تکنالوژۍ په کارونې باید د رایې ورکوونکو نومونه ثبت شي او هر رایه اچونکي ته به د رایې اچونې له یو مرکزسره ارتباط ورکړل شي، تر څو د رایې اچونې په ورځ همغه مرکز ته ورشي او د خپلې خوښې کاندید ته رایه واچوي ".

د افغانستان جمهوري ریاست په یوه اعلامیه کې ویلي چې د پنجشنبې په مازیګر په ارګ کې د جمهوررئیس محمد اشرف غني په مشرۍ یوه غونډه کې د ټاکنو د خپلواک کمیسیون په دې وړاندیز خبرې شوي دي.

د ارګ اعلامیه وایي چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون مشرتابه دغې غونډې ته ویلي چې په راتلونکو ټاکنو کې له نوې ټکنالوژۍ څخه ګټه پورته کېږي او د دې بهیر د اسانتیا لپاره د ټاکنو کمیسیون د برېښنایي تذکرو د وېش ادارې او پولیتخنیک پوهنتون استادانو سره خبرې کړي او په دې برخه کې ظرفیتونه شته دی.

په دې غونډه کې د جمهوري ریاست دویم مرستیال محمدسرور دانش، اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله، د مالیې وزیر، د ټاکنو خپلواک کمېسیون رهبري، د جمهوري ریاست د دفتر عمومي رئیس، د برېښنایي تذکرو د وېش ادارې ځینو مسوولینو او د مرسته کوونکو هېوادونو استازو هم ګډون کړی وو.

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون ویاند وايي، چې د بایومیټریک ټکنالوژۍ له لارې د رایې ورکوونکو د نومونو د ثبتولو لپاره دغه کمیسیون درې میاشتې په پام کې نیولي دي.

ښاغلي صیاد وویل " تر راتلونکو پنځه ورځو د رایې اچونې د مرکزونو ارزونه او د توازن جوړول پیلیږي، انشاالله د رایې اچونې د مرکزونو ارزونه چې پیل شوه له یو هغه شرکت سره چې مونږ ته به د بایومیټریک خدمات وړاندې کړي تړون لاسلیک شي او هغوی به خپل وسایل افغانستان ته راولي، چې بیا ورته کارکوونکي جذبیږي او ورته روزنه ورکول کیږي او بیا روزل شوي کارکونکي د رایې اچونې مرکزونو ته د نومونو د ثبت لپاره استول کیږي ".

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون وايي د بایومیټریک ټکنالوژۍ څخه د سامان الاتو د اخیستلو لپاره دوه اروپایي شرکتونو او یو هندي شرکت ورته خپل وړاندیزونه ورکړي دي، چې دا کمیسیون به له دغو دریو شرکتونو څخه یو انتخاب کړي.

د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د ویاند وینا له مخې د ټاکنو د رایې اچونې د مرکزونو توازن لپاره افغان حکومت دغه کمیسیون ته یو میلیون او دوه سوه زره ډالرد خپلې بودیجې څخه برابر کړي دي.

د ټکنالوژۍ د کارونې ستونزې

د افغانستان د ټاکنو د څار ادارې د ټاکنو د شفافیت لپاره د ټکنالوژۍ څخه کار اخیستل خورا مهم ګڼي، خو د افغانستان په څیر هیواد کې د پرمختللې ټکنالوژۍ کارول هم اسان کار نه ګڼي او په دې باور دي چې د ټکنالوژۍ کارونه هم له ځان سره خپلې ستونزې لري.

د افغانستان د ټاکنو د څار د ادارې رئیس جانداد سپین غر وایي، چې د ټکنالوژۍ کارونه هم لازم تخنیکي ظرفیتونو ته اړتیا لري.

سپین غر وايي د نومونو د ثبت لپاره او رایې ورکوونکو د لیست د جوړولو لپاره د دې ټکنالوژۍ څخه کار اخیستل ښه دي، خو د رایې اچونې په ورځ د دې ټکنالوژۍ څخه د کار اخیستلو په برخه کې لازم ظرفیت نشته دی.

ښاغلي سپین غر وویل " خو د رايې ورکولو په ورځ زه یې طرفدار نه یم، ځکه چې له وړاندې دا څرګنده ده چې د ټاکنو په ورځ د دغې ټکنالوژۍ د کارولو لپاره لازم ظرفیت وجود نه لري ".

ښاغلی سپین غر وایي د بایومیټریک ماشینونو د اخیستلو بهیر هم باید شفاف اوسي.

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون د ۱۳۹۷ کال د سرطان د میاشتې ۱۶ ورځ په افغانستان کې د ولسي جرګې او ولسوالیو د شوراګانو د ټاکنو د ورځې په توګه اعلان کړې ده.

د راروانو ټاکنو پر وړاندې د تخنیکي او مالي ستونزو ترڅنګ امنیت هم د یو ستر ګواښ په توګه ګڼل کیږي.

XS
SM
MD
LG