د لاس رسي وړ اتصالات

سبا ته د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو نوماندانو نوم لیکنه پیلیږي


د ټاکنو کمیسیون د راپور له مخې د غبرګولی د درییمې ورځې پورې په ۳۴ ولایتونو کې نږدې ۳ میلیونو رایې ورکوونکو خپل نومونه لیکلي دي.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون چارواکي وايي، ټاکل شوې د شنبې په ورځ ( غبرګولی ۵ مه) به د افغانستان په ټولو ولایتونو کې د ولسي جرګې او ولسوالیو د شورا د ټاکنو لپاره د نوماندانو د نوم لیکنې بهیر پیل شي.

د ټاکنو د خپلواک کمیسیون مرستیال مغاذالله دولتي امریکا غږ اشنا راډیو سره په مرکه کې وویل، چې د نوم لیکنې دا بهیر به د غبرګولی د ۲۲ مې ورځې پورې دوام ومومي.

هغه وویل، چې د ولسي جرګې او ولسوالیو د شورا د ټاکنو د نوماندانو د نوم لیکنې لپاره په هر ولایت کې درې تنه مامورین د دغه کمیسیون له ګمارل شوي دي.

ښاغلي دولتي وویل " په قانون کې د نوماندۍ د شرایطو وړاندوینه شوې، لومړی شرط یې د افغانستان د تابعیت لرل دي، لږ ترلږه ۲۵ کلن اوسي، په کومه حوزه کې، چې ځان کاندیدوي، په هغه حوزه کې یې ځان د رایې ورکوونکي په توګه ثبت کړی اوسي او د ټولو مهمه ده داده، چې د زر تنو ملاتړ، چې فورمې یې له وړاندې د کمیسیون په انټرنیټي پاڼه کې ثبت شوي د هغوی نومونه په فورمه کې ثبت او زمونږ ولایتي دفترونو ته دې وسپاري، زمونږ همکاران به یې هرکلی وکړي او نومونه به یې په لیست کې شامل کړي".

د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د مهال ویش له مخې د دغه کمیسیون له خوا د نوماندانو د اسنادو د پلټنې وروسته لومړنی لیست ترتیبږي او د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون ته د ارزونې لپاره استول کیږي، چې بیاد ټاکنیزو شکایتونو د کمیسیون له ارزونو وروسته په ټاکلې نیټه، وروستی لیست ترتیبیږي او د ټاکنو خپلواک کمیسیون ته سپارل کیږي.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون د ولسي جرګې او ولسوالیو د شور اګانو د ټاکنو لپاره د تلې ۲۸ مه ورځ ټاکلې ده.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون د دغو ټاکنو لپاره د رايې ورکوونکو د نوملړ د برابرولو لپاره د نولیکنې بهیر د وري د میاشتې په ۲۵ مه د کابل په ګډون د ۳۴ ولایتونو په مرکزونو کې پیل کړی دی، چې غوايي په ۲۵ مه دا بهیر په ولسوالیو کې هم پیل شوی دی.

د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د شمیرنو له مخې د تیرې ورځې ( پنجشنبې غبرګولی ۳ مې ) پورې په ۳۴ ولایتونو کې دوه میلیونه او نهه سوه زره رایې ورکوونکو د راروانو ټاکنو لپاره خپل نومونه لیکلې دي.

په افغانستان کې امنیتي ستونزې د دې سبب شوي، چې ټاکنو لپاره د نوم لیکنې بهیر د دغه هیواد په ټولو ۳۸۴ ولسوالیو کې په یو وخت پیل نه شي.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون هم دا مني، چې د امنیتي ستونزو له امله لا هم د نوم لیکنې مواد یو شمیر ولسوالیو ته نه دي رسیدلي.

XS
SM
MD
LG