د پاکستان د خزانې وزیر ډاکټر عبدالحفیظ شیخ ویلي دي چې د پاکستان د پیسو د نړیوال وجهي صندوق سره موافقه شویده چې آی ایم ایف به پاکستان ته ٦ ملیارده ډالره پور ورکوي.
د پاکستان د خزانې وزیر یوې دولتي ټلویژن سره په خبرو کې ویلي دي چې آي ایم ایف پاکستان ته ٦ ملیارده ډالره پور کوي.
د پیسو نړیوال صندوق به پاکستان ته دغه پور د راتلونکې دریو کلونو په مودې کې ورکوي او د دغه پور نه وروسته به نړیوال بانک هم پاکستان ته درې ملیارده ډالره پور ورکړي.
حفیظ شیخ وویل چې آي ایم ایف یوه نړیواله اداره ده او د هغو هیوادونو سره مرسته کوي چې کوم په اقتصادي توگه د بحران سره مخامخ وي. هغه وویل چې دا وخت د پاکستان اقتصادي وضع ډیره خرابه ده. هغه زیاته کړه: "اوس د دغه پور نه وروسته به د پاکستان اقتصادي حالت سم شي. مونږ دیته اړ یو چې د ځینو شیانو بیې لوړې کړو."
هغه وویل چې په ملک کې به د بریښنا او گاز بېې لوړیږي خو وې ویل چې د ولس مشکل به په پام کې وساتي. هغه یو ځلې بیا د پاکستان په پخوانیو حکومتونو تور پورې کړ چې د دغه بحران مسول دي.
د پیسو نړیوال صندوق هم په خپلې یوې اعلامیې کې لیکي دي چې پاکستان د اقتصادي بحران سره مخ دی او پاکستان ته یې د ٦ ملیادرو پور ورکړیدی چې دغه به ورته په ٣٩ میاشتو کې ورکول کیږي.