د لاس رسي وړ اتصالات

عثمان خان: برېټانیا ته ځم چې کورنۍ ته مې پیسې ولیږم


کالي د فرانسې او برېټانیا سرحد ته ورڅېرمه موقیعت لري.

افغان کډوال عثمان خان د فرانسې د کالي د مهاجرینو کمپ ته پدې هیله بېرته ورګرځېدلی دی چې لدې لارې برېټانیا ته واوړي.

کالي د فرانسې او برېټانیا سرحد ته ورڅېرمه موقیعت لري.

اته میاشتې مخکې د فرانسې حکومت د کالي له کمپ څخه کډوال وویستل. اوس د افغان کډوالو په شمول د ګڼو هېوادونو خلک بیرته دغې سیمې ته ور روان شوي دي.

عثمان خان ویلي چې هغه برېټانیا ته د کار د موندلو لپاره ځي څو له هغه ځایه په افغانستان کې خپلې کورنۍ ته پیسې ولیږي.

عثمان خان رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې "دلته (کالي کمپ) ته راغلم چې زه انګستان ته واوړم، مزدوري پېسې وګټو. کور کې مو نه د ګتې شته نه ښه شته او نه بد شته."

د اروپا د اورګاډو په تمځايونو کې د امنیتي تدابیرو په زیاتېدو سره به ممکن د عثمان خان دا هیله په حقیقت بدله نشي.

عثمان خان وایې چې د فرانسې حکومت هغوي ته په "دروغو" ژمنې کړې دي. نوموړي ویلي چې حکومت ژمنه کړې وه چې کډوال به په کمپونو کې میشت کوي او وروسته یې په هغه هېواد کې د مهاجرت قانوني مراحل پیلوي.

د کالي کمپ چې په "ځنګل" هم مشهور دی د ۲۰۱۶ کال په نوامبر میاشت کې وران کړای شو.

د فرانسې حکومت او مرستندویه ټولنې ویره ښیي چې په سیمې کې د افغانستان، اریتریا، ایتوپيا او سوډان ۴۰۰-۵۰۰ ځوان کډوال به بیرته دغه وران کمپ ته ور وګرځي.

پولیس وایې چې دوي ته د کډوالو د ویستلو امر شوی دی.

تیره اونۍ د فرانسې د کورنیو چارو وزیر په کالي کې د کډولو د منلو د نوي مرکز د جوړېدلو خبر رد کړ او ویې ویل چې د کډوالو د بیرته راګرځېدو د مخنیوي لپاره به د بلوا ضد پولیس په سیمې کې ځای پرځای کړي.

XS
SM
MD
LG