د لاس رسي وړ اتصالات

د کډوالو یوه بله کښتۍ هم ډوبه شوه او لس تنه مړه دي


په کښتۍ کې افغانان هم وو.
په کښتۍ کې افغانان هم وو.

اروپا ته په لاره د پناه غوښتونکو یوه بل کښتۍ هم ډوبه شوې او شاوخوا لس تنه په کې مړه شوي دي. په مړو کې ښځې او ماشومان هم شته دي.

د ترکیی خبري اژانس ډوگان وايي چې ۴۳ تنه ژغورل شوي دي. د ترکیې ساحلي ساتونکي لگیا دي چې نور کسان پېدا او یا وژغوري.

د هغوی کښتۍ د ترکیې د غربي ساحل نه د یونان د لابوس ټاپو ته روانه وه چې د سمندر زورورو څپو لاندې کړه او د ایژن په بحیره کې غرقه شوه.

په کښتۍ کې افغانان او سوريایان هم ناست وو.

یوه ژغورل شوي کس د فرانسې خبري اژانس ته ویلي دي چې د شاوخوا ۲۰ ملګرو مړی او ژوندی یې ورک دي.

سختې یخنۍ او د سمندر زورورو څپو هم اروپا ته د مهاجرو د ورتللو لړۍ نه ده بنده کړې.

ترکیی د اروپایي اتحادیې سره په تیر نومبر کې داسې معامله وکړه چې درې ملیارد ډالره به ورکوي چې د مهاجرو روان بهیر لږ ورو کړي.

زیاتره دغه پناه غوښتونکي په منځنی ختیځ او افریقایي هیوادونو کې د غربت او داخلي جنکونو له کبله خپل هېوادونه پرېږدي.

دا په داسې حال کې ده چې ځینو اروپايي هېوادونو وار د مخه د یو شمېر کډوالو د ویستلو بهیر پيل کړی دی او یا يې پیلوي.

د کډوالو چارو نړیوالې ادارې وايي ۲۰۱۵ کال کې په سمندر کې د کښتیو د ډوبېدو او پناه غوښتونکو د مړینې له کبله تر ټولو بد کال و.

XS
SM
MD
LG