مسولان وایي د هغو پناه غوښتونکو لږتر لږه ۴۰ تنه مړه شوي چې غوښتل یې د مدیترانې د بحیرې له لارې اروپا ته ولاړ شي.
د ایټالیا سمندري ځواک فکر کوي دوی به په کښتۍ کې د ډېرو کسانو د کېنولو او د اکسیجن د کموالي په وجهې ساه ورکړي وي.
همدې سمندري ځواکونو وکړل شول چې د لیبیا د سمندري څنډې نه تر ۳۰۰ زیات کسان وژغوري.
لدې لارې مهاجرین کوښښ کوي چې د سر په بیه په هغو وړو کښتیو کې سپاره شي چې همیشه پکې د خلکو شمېر زیاتیږي او ځنې وخت په سمندر کې د سفر وړ نه وي.
د ایټالیا د ملکي مصونیت د ادارې یوې مامورې مارکو بیرتوني وویل، دغو پناه غوښتونکو لس ورځ مخکې د مصر د الکساندریه ښار نه حرکت کړی و او په دوه جلا کښتیو کې د ایټالیا اګستا بندر ته رسیدلي دي.
دغې مامورې وویل دوی یوه د کروایشیا د محافظتي ګارد او بله د ایټالیا د مالي تمویل په مرسته کښتۍ کې رسول شوي دي.
پدې پناه غوښتونکو کې ګڼ شمېر کورنۍ چې ډېر ماشومان لري د عراق او لیبیا اوسېدونکي دي.