د لاس رسي وړ اتصالات

د پیښور یو قاضي له عمران خان غوښتي چې محکمې ته حاضر شي


د پیښور د محکمې قاضي د هغې نه وروسته چې عمران خان د یوې قضیې د اوریدو لپاره محکمې ته حاضر نه شو، امر کړی چې په خان پسې په رسنیو کې اعلان وشي ترڅو هغه محکمې ته حاضر ‍شي او په ځان لگیدلې تورونو ته ځواب ووایي

د پاکستان د پارلمان یوې پخوانۍ غړي فوزیه بي بي چې د پیښور سره تعلق لري، د دغه ملک په صدراعظم عمران خان د سپکاوې قضیه کړېده، او د تاوان په توگه یې ترینه شاوخوا پنځوس سوه زره کلدارې غوښتي دي.

د یادونه وړ ده چې د عمران خان گوند په فوزیه بي بي دا تور لگولی و چې هغې او ځینو نورو کسانو د سنا په انتخاباتو کې په پیسو خپلې راې خرڅې کړیدي.

فوزیه بي بي د دغې تور په ځواب کې په عمران خان د سپکاوې قضیه کړیده خو عمران خان د خپلې دفاع لپاره محکمې ته ندی ورغلی او د محکمې قاضي د هغه د غیر حاضرۍ له کبله پریکړه کړیده چې د هغه په اړه په رسنیو کې اعلان وکړي.

د فوزیه بي بي وکیل محکمې ته وویل چې عمران خان ته یې درې وارې د حاضرۍ اعلان ورکړیدی خو هغه یو ځل هم د دغې قضیې د جریان اوریدو ته ندی راغلی او نه یې خپلې دفاع ته وکیل نیولی دی.

د فوزیه بي بي وکیل د قاضي نه خواست وکړ چې اجازه ورته ورکړي چې د عمران خان د حاضرۍ لپاره په رسنیو کې اعلان وکړي، محکمې د هغه خواست ومانه او امر یې وکړ چې په خان پسې دې اعلان وکړل شي.

XS
SM
MD
LG