د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ: تریسا می اروپایي ټولنې نه د وتلو چارې سمې ندي سمبالې کړي


دونالد ټرمپ او دبریتانیا صدراعظمه تریسا می
دونالد ټرمپ او دبریتانیا صدراعظمه تریسا می

د امریکا د متحده ایالاتو جمهور رئیس دونالد ټرمپ د یوې بریتانوي ورځپاڼې سره په مرکه کې د اروپایي ټولنې نه د وتلو لپاره د تریسا می په چلند انتقاد کړی.

د امریکا جمهور رئیس دونالد ټرمپ وایې که بریتانیا له پلان سره سم د اروپایې اتحاد نه ووځي، ښایي چې متحده ایالات ورسره ځانگړی تجارتي تړون لاس لیک نه کړي.

ښاغلی ټرمپ چې د بریتانیا د صدراعظمې تریسا می سره د مذاکراتو لپاره له بروکسل نه پرون د پنجشنبی ورځ لندن ته رسیدلی دغه خبره یې نن د جمعې په ورځ د لندن له یوې محافظه کارې ورځپاڼې The SUN سره په ځانگړې مرکه کې وکړه.

د امریکا جمهور رئیس وویل چې له اروپاېي اتحاد نه د وتلو په اړه یې د بریتانیا صدراعظمې تریسا می مشوره ونه منله.

ښاغلي ټرمپ زیاته کړه چې ځانگړې تجارتي تړون ځکه نه شي لاس لیک کولاې چې امریکا له اروپایې اتحاد سره تجارتي موافقې لري.

د برېتانیې کابینې له اروپایې اتحاد نه د وتلو لپاره د هغه هیواد د صدراعظمې وړاندیز نن د جمعې په ورځ (جولای ١٣) منظور کړ خو د کابینې دوو وزیرانو د اعتراض په ډول خپلې استعفاگانې وړاندی کړی.

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر بوریس جانسن او د بریگزیټ یا له اروپایې اتحاد نه د وتلو د چارو وزیر ډیویډ ډیویس ویلي دي چې د اروپایې اتحادیې په اړه د تریسا می له پالیسۍ سره د اختلاف په وجه یې له کابینې نه استعفا وکړه.

د امریکا او بریتانیا د مشرانو ترمنځ په خبرو باندې د بریتانوي ورځپاڼې سره د ښاغلي ټرمپ مرکې سیوری اچولی دی. ښاغلي ټرمپ پدغه ځانگړې مرکه کې د اروپایي اتحادیې نه د وتلو په هکله د تریسا می پالیسي غندلې ده او د هغه هیواد د بهرنیو چارو وزیر یې ستایلی او ویلي یې دي چې هغه صدراعظمې می ښه ځای ناستی دی.ټ

ښاغلي ټرمپ همداشان په خپله مرکه کې مهاجر د لندن په ښار کې د جرمونه په کولو تورن کړي دي.

XS
SM
MD
LG