د لاس رسي وړ اتصالات

هند: پاکستان دې زمونږ تبع خوشي کړي


د هند د بهرنو چاور وزیر د پاکستان نه غوښتي دي چې هغه هندي تبع (کلبوشن یادیو) دې خوشې کړي او بیرته دې یې هند ته وسپاري چې هغوی د جاسوسۍ په تور نیولی دی.

د هند د بهرنو چارو وزیر اس جی شنکر د هند پارلمان ته په یوې وینا کې وویل چې هند به د خپل تبع د بیرته راوستلو لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

ښاغلي شنکر وویل چې پاکستان هند د کلبوشن یادیو سره د قانوني او د قونسلګرۍ د لارې د روابطو د ساتلو د حق نه محرومه کړی دی.

هغه زیاته کړه چې کلبوشن بیګناه دی او په هغه په زور، زیاتي د جرم اعتراف ته مجبوره شوی دی.

د یادونې وړ ده چې د پاکستان یوې محکمې کلبوشن ته د جاسوسۍ په تور د اعدام سزا ورکړې ده، خو د ملګرو ملتونو نړیوالې محکمې د پاکستان د محکمې دغه پرېکړه ځنډولې ده او ویلي یې دي چې پاکستان په‌دې قضیې کې د نړیوالو قوانینو نه سرغړونې کړې.

کلبوشن یادیو په ۲۰۱۶ کال کې په پاکستان کې ونیول شوی و. هغه د توقیف پر مهال د جاسوۍ تور منلی و، خو هند وایي چې په هغه تشدد شوی دی او مجبوره شوی دی چې دغه تور ومني.

XS
SM
MD
LG