د لاس رسي وړ اتصالات

هند بنگلدیش ته یو میلیارد ډالر پور ورکوي


هند بنگلدیش ته یو میلیارد ډالر پور ورکوي
هند بنگلدیش ته یو میلیارد ډالر پور ورکوي

دا ترټولو غټ پور دی چه دهند حکومت کوم ېوه هېواد ته تراوسه پوری ورکړی دی.

دهند مالېې وزېر پراناب موکرجی پرون په ډاکه کې د موافقې دلای لېک کولو په مراسمو کی برخه واخېستله او دبنگله دېش دما لېې دوزېر سره ېې لاقات وکړ.

دبگله دېش حکومت واېې چه په دغو پېسو به ترانسپورتی نظام ترمېم کړی او هم به خپل سړکونه، بندرونه او د اورگاړو پټلئ عصری کړی. دبنگله دېش ټرانسپورتی نظام ډېر زوړ او فرسوده شوی دی.

د بنگله دېش حکومت به هند ته دغه پېسی په شلوکلونو کی ورکوئ او دکال ېو عشارېه پنځه اوېا فېصده سود به هم ورسره ېو ځای ادا کوی.

ددې پور په باب سږکال دهند صدراعظم من مو هن سېنگ او دبنگله دېش صدراعظمې شېخ حسېنې موافقه کړی وه. هند او بنگله دېش دواړو قول کړی دی چه خپلی تجارتی اړېکی به پراخوی.

تېره مېاشت هند موافقه وکړه چه بنگله دېش ته د پنځه دېرشو کلونو پوری پنځه سوه مېگاواټه برېښنا ورکړی. دا موافقه چه ډېره مهمه موافقه بلل کېږی په کال دوه زره دولسم مېلادی کی به اجرا شی.

XS
SM
MD
LG