د لاس رسي وړ اتصالات

چین او هند د خپلو اختلافاتو د له منځه وړلو لپاره مذاکرات کوي


هند او چین موافقه کړې چې په خپلو سرحدونو کې د امنیت د ټېنګښت لپاره د پوځیانو ترمنځ اړیکې قوي کوي.

د هند د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویجئ ګوخیل د شنبې په ورځ [اپریل ۲۸] ددې مطلب په بیانولو وویل چې صدراعظم نریندرا مودي د چین له ولسمشر شي جن پنګ سره د غیر رسمي غونډو لپاره د مرکزي چین په وهان ښار کې پوره یوه ورځ تیره کړه.

هند او چین د همالیا غرونو په سرحدي سیمو کې جنجال لري.

هندي چارواکي وایې چې دواړه هېوادونه به په پوره ځیرکۍ د خبرو له لارې خپل اختلافات حل کړي.

دارنګه چین کوښښ کوي چې هند د هغه هیواد د "یوه کمربند او یوې لارې" د پروژې ملاتړ ته وهڅوي خو هند ددې پروژې د پاکستان له اقتصادي دهلیز سره مخالفت کوي.

ښاغلی ویجئ د ولسمشر شي او صدراعظم مودي د لیده کاته په پای کې خبریالانو ته وویل چې نوی ډهلي او بیجینګ کولې شي په سوله ایزو لارو چارو ستونزې له منځه یوسي.

XS
SM
MD
LG