د لاس رسي وړ اتصالات

چین غواړي د هند سره تجارتي اړیکې نورې هم غښتلې کړي


چین غواړي د هند سره تجارتي اړیکې نورې هم غښتلې کړي
چین غواړي د هند سره تجارتي اړیکې نورې هم غښتلې کړي

هند د چین نه غواړي چه خپل تجارتي تعرفې دې ټیټی کړي چې د دغو دوه هیوادونو ترمنځ په تجارتي اړیکوکې نور توازون راشي.

انجانا پسریچا د نوی ډهلی نه رپوټ راکوی چه ددغو دوه غټو اسیایی اقتصادونو ترمنځ تر بحث لاندې مسایلو کی یوه ډیره مهمه مسله د دوه اړخېز تجارت د تقویه کولو مسله وه، چه هند ته د چین د صدراعظم وین جیاباو، د درې ورځنی رسمی سفر په وخت کی ورباندی خبری وشوی.

د چین صدراعظم وین جیاباو، پرون په هند کی د خپل دری ورځني سفرد ختمیدونه مخکې، او د هند حکومتي مامورینو په خپلو کې داسې پریکړه وکړه چې تر دوه زره او پنځلسم کال پوری به خپل تجارت دوه چنده کړي، یعنې سل ملیاردو دالرو ته به یی ورسوي.

تحلیلګران وایي دغه هدف ته د رسیدلو امکانات شته.چین بې د هغې هم د هند غټ اقتصادي انډیوال دی.

د چین سره ډیره غټه مسله د هند تجارتي کسر دی چه سږکال به شل ملیاردو ډالرو ته ورسیږی.

د نوی ډهلی مقامات وایي، چینایي بازارونو ته د هند د مالونو په مخ کی، د خنډونو معنی داده چه ، د هند قیمتی اجناس او خدمات لکه ، دارودرمل او اطلاعاتی تکنالوژی د چین مارکیټونو ته نه پری ښودول کیږی. نو ځکه هند اکثره خام مواد او داسی شیان چه بیه یی کمه ده لکه خامه وسپنه چین ته صادروی په داسی حال کی چین په هند باندی یو لړداسی اجناس خرڅوی چه هغه سمدستی په بازارکی خرڅېدی شی.

په یوه ګډ بیان کی چه په پنجشنبی خپور شو، چین ژمنه وکړه چه د هند په اندیښنو به غور وکړی، او داسی اقدامات به وکړی چه د هند صادرات پرمختګ وکړی.

دغو دوه حکومتونو همدغه راز، د یو بل په هیوادونوکی د مستقیمی پانګی اچونی د اندازې د زیاتیدلو کوشش هم وکړ چه اوس دغه اندازه ډیره ټیټه ده.

د هند د بهرنیو چارو د وزارت نطاق ،ویشووپرکاش، وایی چین په هند کی په بنیادی سکتور کی ډیری غټی پانګی اچولی شی.

"زمونږ حکومت پلان لری چه د ٢٠١٢ نه تر ٢٠١٧ پوری په بنیادی پروژو کی یوتریلیون ډالره پانګه واچوی او هند به په بنیادی پروژو کی په خاص ډول د لویولارو په جوړولو ، د بریښینا ، د ځمکې لاندې د اورګاډي د پټلۍ جوړولو او همدېته ورته په نورو سکتورونو کی د هندی کمپنو په غټی وندی خوشحاله شی. "

همدغه رازهند او چین دا موافقه وکړه هم چه خپل بانکی ارتباطات هم ځکه تقویه کړی چه د یو بل په اقتصاد باندی اغېزه کوی.

د دواړو هیوادونو، هند اوچین، د اقتصادی کاروبار مشرانو همدا شان ، د بریښینا، مخابراتو، فولادو او د انرژی په ساحو کی د ١٦ ملیاردو ډالرو کوم پنځوس معاملی لاسلیک کړی.

جمهورریس وین جیاباو ، د تجارت د پرمختګ په باب وویل ، دا دوه هیوادونه باید د ازاد تجارت په تړون باندی خبری پیل کړی.

خو د تجارتی چارو تحلیلګران وایی ، ددی احتمال نه شته چه نوی ډهلی دی دا پیشنهاد ومنی ځکه د هند د مقاماتو سره دا اندیښنه شته چه د داسی یو تړون په موجودیت کی به د هند تولیدی سکتور د چین د تولیدی سکتور سره ،چه په دی سیمی کی نړیواله رهبری لری، په ډیری سختی سیالی کی ولوییږی.

د چین صدراعظم د تجارتی کاروبار د کوم څلورسوه کسیز قوی هیات سره هند ته ولاړ.

دده نه مخکی د نړی یولړ نورو مشرانو هم چین ته سفرونه وکړل چه د چین په اقتصادی بازار کی چه قریب نه فیصده وده کوی، ځانته لاره پیدا کړی.

XS
SM
MD
LG