د لاس رسي وړ اتصالات

هند د مالي فساد د مخنیوي لپاره بانک نوټونه ناچله کړل


د مودي له اعلان سره سمدستي د هیواد په سلو ٨٦ پیسې له چلند څخه ووتلې
د مودي له اعلان سره سمدستي د هیواد په سلو ٨٦ پیسې له چلند څخه ووتلې

په هند کې د پیسو بدلولو هغه وخت ستونزې رامنځ ته کړې چې ددې هیواد صدراعظم نریندرا مودي په یو ناڅاپي تلویزیوني وینا کې د ٥٠٠ او ١٠٠٠هندي کلدارو د نوټونو د چلند بندیدل اعلان کړل.

ښاغلي مودي دغه اعلان ددې لپاره کړی چې د فساد په ضد مبارزه وشي او هغه کسان چې په هند کې د مالیاتو نه ورکولو په وجه بې شمیره نغدې پیسې ساتي په نښه کړای شي. په هند کې دغه ډول پیسو ته "تورې پیسې" ویل کیږي.

په یو هیواد کې چې په فساد کې غرق دی او په سلو کې له دریو څخه کم کسان د مالیاتو د ورکړې پاڼې ډکوي، د ښاغلي مودي دغه پلان تر ډیره حده د منلو وړ دی.

خو ددې اعلان په سبا څرگنده شوه چې حکومت ددې کار لپاره خورا کمزوری تیاری نیولی و چې سمدستي د هیواد په سلو ٨٦ پیسې له چلند څخه ووتلې.

په ډهلي کې سهار وختي د بانک د یوې شعبې مخ ته خلک په اوږدو لینونو کې ولاړ و چې خپلې پیسې بدلې کړي. ځنې خلکو د بانک مخ ته اوه ساعتونه تیر کړل چې خپلې پیسې بدلې کړي.

د نوي ډهلي د یو بانک مخ ته د خلکو لیکې
د نوي ډهلي د یو بانک مخ ته د خلکو لیکې

کورنیو د خپلو اړتیاو لپاره د ماتو پیسو په راټولولو پیل وکړ، د سوداگرو کار و بار په ټپه ودرید او د خلکو د معاشونو په ورکړه کې ځنډ راغی. ډیرو سوداگریو د ٢٠٠٠ کلدارو نوي نوټونه نه منل ځکه چې هغه یې نه شو ماتولای. حکومت ویلي دي چې د پنځه سوه روپیو نوي نوټونه به ژر بازار ته وړاندې کړي.

ښاغلي مودي منلې ده چې د پیسو په چلند کې بدلون ښایي ستونزې رامنځ ته کړي وي، خو وایي چې حکومت ددې مشکل د حلولو لپاره هڅه پیل کړې ده.

ښاغلي مودي وایي "غریبان اوس آرام خوب کوي، په داسې حال کې چې بډایان د خوب د تابلیټونو د اخیستلو پیسې گرځي"، د هغه په وینا دا ځکه چې هغوی د خپلو نغدو پټو پیسو له درکه اندیښمن دي.

خو د اسوشیتید پرس اژانس وایي د "اکسیس بانک" په انگړ کې خلک د ښاغلي مودي په څیر فکر نه کوي.

٣٦ کلنه شاهده پروین چې د کور میرمن ده او کار نه لري وایي "دا کار یواځې زمونږ په څیر خلک عذابوي... هغوی چې تورې پیسې لري، یوه لاره به پیدا کړي".

په هند کې په میلیونونه وگړي بانکي حسابونه نه لري او یواځې نغدې پیسې کاروي. زیات شمیر دکانونه یواځې نغدې پیسې اخلي.

اسوشیتید پرس وایي داسې بریښي چې میرمن پروین رښتیا وایي. د هند د صدراعظم له تلویزیوني اعلان نه څو ساعته وروسته د سروزرو بیه په داسې حال کې لوړه شوه چې بډایو خلکو د خپلو پخوانیو پیسو د سپینولو لپاره لارې چارې لټولې.

په نوي ډهلي کې د بانک مخ ته په لیکه کې یو بل ولاړ ٥٩ کلن چوتی لال اژانس ته ویلي "ایا تاسې کوم شخص چې تورې پیسې لري دلته وینئ؟.. له غریبانو پرته بل څوک زوریږي؟"

د نوي ډهلي یو سوداگر چې د پټو پیسو د معامله کوونکو سره اړیکه لري اژانس ته ویلي چې د پیسو بدلول او ایستل اوس هم اسان کار دی خو که څوک د زړو پیسو په بدل کې دوه چنده پیسې ورکړي.

د پیسو د بدلولو مقرارات هر چا ته سمدستي د ۴٠٠٠ روپیو د تبادلې اجازه ورکوي چې ٦٠ ډالره کیږي. حکومت ټینگار کوي چې د کال تر پایه به سیستم بیرته عادي حال غوره کړي.

زاړه بانک نوټونه باید د کال تر پایه تبادله شي. ددې سر بیره د هند حکومت ویلي چې د دوه سوه پنځوس زرو څخه د زیاتو پیسو د زیرمو په اړه به پلټنې وکړي او هغوی چې ددې پیسو مالیه یې نه ده ورکړې باید جریمه یې ورکړي.

په افغانستان کې د هندي کلدارو په اړه اندیښنې

د افغانستان بانک ویاند ایمل عاشور د هندي روپیو د ٥٠٠ او ١٠٠٠ گیزو نوټونو د ناچله کیدو په هکله د افغان سوداگرو د اندیښنې په اړوند د امریکا غږ ته وویل چې دوی د هند مرکزي بانک ته یو عاجل پیغام استولی دی.

ښاغلي عاشور "دوی د هند مرکزي بانک ته پیغام استولی چې کومې لارې چارې شته چې زمونږ صرافان یا هغه افغانان چې دلته هندي کلدارې ورسره دي، څنگه یبدلې کړي. خو دمگړۍ داسې ښکاري چې دا مسله لا په داخل پورې ارتباط لري او مونږ ته تر اوسه د هند د مرکزي بانک نه په دې اړه کوم پیغام نه دی راغلی."

د امریکا غږ ددې پوښتنې په ځواب چې یو شمیر افغان سوداگر چې د هند سره راکړه ورکړه لري ښایي زیاتې هندي پیسې له ځانه سره ولري، ښاغلي عاشور وویل "هیله ده چې مونږ پیغام ترلاسه کړو، او دا یواځې افغانستان نه دی بلکې زمونږ په پرتله هانگ کانگ، سنگاپوراو بنگله دیش په لوړه کچه هندۍ کلداغرې شته او هلته هم دا مسله ده. مونږ هیله من یو چې د هند مرکزي بانک ددې لپاره یوه لاره چاره وښي."

ښاغلي عاشور وویل چې "د افغانستان بانک په دې کې هیڅ مسولیت نه لري او نه یې هندي کلدارۍ خپرې کړي، افغانستان بانک یواځې د افغانۍ د ارزښت ساتلو، خپرولو او چاپ مسولیت لري."

دا چې څومره هندي کلدارۍ به په افغانستان کې موجودې وي، د افغانستان بانک ویاند یې په اړه څه ونه ویل، خو افغان صرافان او سوداگر اټکل کوي چې شاوخوا ٦٠ میلیونه هندي کلدارې چې زرگیز او پنځه سوه ییز نوټونه دي، ښایي د افغان سوداگرو سره موجودې وي.

XS
SM
MD
LG