د لاس رسي وړ اتصالات

د هند د تولیداتو اندازه کمه شویده


د هند د تولیداتو اندازه کمه شویده
د هند د تولیداتو اندازه کمه شویده

په هند کي د تیر سیپټامبر په میاشت کي د صنعتي تولیداتو اندازه په تیرو ١٦ میاشتو کي تز ټولو زیاته را کمه شوې وه او د حکومت له خوا د سود د سطح د لوړیدو په مالي چارو کي یو لړ تشویشونه را پیدا کړي دي.

د کانونو د تولیداتو او بریښنا سطح تقریبا ۴،۴ فیصده راولویده، په داسی حال کي چی دا سطح تیر کال ٨،٢ لوړه سوې وه.

د هند د تجارت د اطاقونو او صنایعو د فدراسیون عمومي منشي ( امیت میترا ) وایي چي حکومت باید په مالي چارو باندي له سره غور وکړي او د صنعتي تولیداتو د کمیدو مخنیوی وکړي.

د هند مرکزي بانک تیره هفته وویل چي په راتلونکو درو میاشتو کي به شاید د سود بیه لوړه نه کړي. هغه ملک په همدې کال کي شپږ ځله د سود سطح لوړه کړې ده چی د انفلاسیون مخه ونیسي.

XS
SM
MD
LG