د لاس رسي وړ اتصالات

په هند کې په تازه سیلابونو کې لسګونه کسان مړه شوي‌ 


د سیلابونو له کبله د کریلا ایالت هوايي‌میدان هم موقت تړل شوی دی
د سیلابونو له کبله د کریلا ایالت هوايي‌میدان هم موقت تړل شوی دی

په هند کې چارواکي‌ وايي‌ د دغه هېواد په جنوب کې‌ په تازه سیلابونو کې د مړو شویو کسانو شمېر ۹۵ ته ورسېد او لسګونه زره نور خلک بې کوره شوي دي.

یوازې ۴۲ کسان د کریلا په ایالت کې مړه شوي‌ دي. د هند د طبیعي پېښو سره د مبارزې اداره وایي‌ چې په تېرو دوو ورځو کې په دغه ایالت کې د ځمکې د ښویدو اته پېښې شوي دي.

چارواکي وایي څه باندې سل زره کسان چې د سیلابونو له ګواښ سره مخامخ وو،‌ خوندي سیمو ته انتقال کړل شوي دي.

وايي د کریلا په ایالت کې ټولې ۱۴ ناحیې دي چې په اوو کې یې د تیزو او شړکنده بارانونو وړاندوینه شوې ده.

تېرکال د هند د کریلا په ایالت کې تر ټولو خطرناک بارانونه وشول او سیلابونه راووتل چې شاوخوا ۲۰۰ کسان په کې مړه شول او څه باندې پنځه میلیون نور انسانان زیانمن شول.

هندي چارواکو وویل چې په تېرې یوې پېړۍ کې‌ په دغه ایالت کې داسې بارانونه نه وو شوي.

د تازه سیلابونو له کبله د کریلا ایالت هوايي ډګر هم تړل شوي او پروازونه نشته.

په همدې حال کې چارواکي وایي‌ چې د کریلا ایالت په څنګ کې د کرناتکا په ایالت کې هم په سیلابونو کې ۲۴ کسان مړه شوي دي.

چارواکي وایي څه باندې دوه سوه زره خلک له خپلو کورونو بېځایه شوي دي.

XS
SM
MD
LG