د لاس رسي وړ اتصالات

هند خپله پخوانۍ سفیره پاکستان ته د جاسوسۍ په تور بندي کړې


مادهوري گپتا

د هند یوې محکمې خپله یوه پخوانې سفیره لدې کبله د دریو کلونو په بند محکمومه کړیده چې هغې پاکستان ته ځینې سري معلومات ورکړي و

د هند په دغې پخوانۍ سفیرې مادهوري گپتا تور دی چې هغې د اسلام اباد په اعلی کمشنري کې د خپلې دندې په وخت پاکستان ته جاسوسي کړي وه.

د هند حکومت ٦١ کلنه مادهوي په ٢٠١٠ کال کې د پاکستان استخباراتي اداری آی ایس آی ته د سري معلوماتو ورکولو په تور نیولې وه او هغه د دوو کلونو په بند کې د تیرولو نه وروسته په ضمانت پریښودل شوې وه.

د فرانسې خبري اژانس ای ابف پي وایي چې د مادهوري مدافع وکیل وایي چې د دغه نوي سزا خلاف به عریضه کوي. هغه وویل، "مادهوري دوه کاله په بند کې تیر کړیدي. پکار ده چې هغه دوه کاله هم پدی سزا کې حساب شي او نور ورته بند ونشي."

هندي منابع وایي چې هغې په ٢٠٠٩ او ٢٠١٠ کال کې د پاکستان استخباراتي ادارې ته دغه معلومات ورکړي و خو دغه معلومات پوځي نه و.

مادهوري گپتا په ځان لگیدلې ټول تورونه ردوي او وایي چې دغه د هند د بهرنو چارو د وزارت دوسیه ده.

خو د هند محکمه بیا وایي چې په هغې لگیدلې تورونه سم و او داسې شواهد موجود دي چې مادهوري دغه سري معلومات ورکړیدي. محکمې ویلي چې مادهورې د ملک امنیت د گواښ سره مخ کړی و.

پولیسو دا هم ویلي دي چې د دی نه مخکې چې مادهوري گپتا یې ونیوله، شپږ میاشتې یې په هغې نظر ساتلی و

XS
SM
MD
LG