د لاس رسي وړ اتصالات

هندي سرتېری شپږ ورځې تر واورو لاندې و


د هند پوځ د خپل دغه سرتېري ژوندي پاتې کېدل معجزه بللې ده.
د هند پوځ د خپل دغه سرتېري ژوندي پاتې کېدل معجزه بللې ده.

یو هندی عسکر چې په کشمیر کې شپږ ورځې تر یوولسو مېترو واورو لاندې ګېر شوی و، ژوندی ویستل شوی دی.

چارواکي وایي چې د همدې تېرې چارشنبې په ورځ د سیاچین په سیمه کې د هندي عسکرو په یوې پوستې واوره وښوېده او لس عسکر د واورو لاندې شول.

ژغورونکي د څو ورځې راهیسې د ورکو شویو عسکرو پسې ګرځېدل.

د هند د پوځ په اعلامیې کې ویل شوي چې "د دوشنبې په ورځ دغه عسکر پداسې حال کې وموندل شو چې سختې یخنۍ وهلی، د بدن اکسیجن او اوبه یې کم شوي وو خو په هوش کې و او ژوندی دی. "

د اسوشيټټ خبري اژانس وايي ددغه سرتېري نوم،هنامانتپا کوپاډ، دی.

د هند د پوځ قومندان ډګرجنرال هودا وویل چې راتلونکې دوه ورځې دغه سرتېري د ژوند لپاره ډېرې مهمې دي.

هغه وویل " هیله مندیو چې دغه معجزه همداسې روانه پاتې شي. دا رښتیا هم یوه نادره پېښه ده چې یو کس دې دومره ډېر د واور او یخ لاندې ژوندی پاتې وي. "

پیدا شوی عسکر نوي ډيلي کې یو پوځي روغتون ته د درملنې لپاره لېږدول شوی دي خو روغتیايي وضعیت د اندیښنې وړ ښودل شوی.

په خپله د هند صدراعظم نریندرا مودي د هغه د پوښتنې لپاره روغتون ته ورغلی و.

هغه پر خپل ټویټر باندې له ټول هندي ولس نه غوښتنه کړې، چې د سرتېءي، هنامانتپا کوپاډ، د ژوندي پاتې کېدو لپاره دوعاوې وکړې.

XS
SM
MD
LG