د لاس رسي وړ اتصالات

هند د ممبۍ بریدګر په مرګ محکوم کړل


په هند کې په ۱۹۹۳ کال کې بریدونه او چاودنې وشوې چې ۲۵۷ کسان یې ووژل

په هند کې یوې محکمې د ممبۍ د پېښې په تړاو دوه تنه په اعدام او دوه نور په عمري بند محکوم کړل.

دوی تورن وو چې په ۱۹۹۳ کال کې په هغو بمي بریدونو او چاودنو کې یې لاس درلود چې ۲۵۷ کسان یې ووژل. په پېښه کې یو بل تورن په لسو کلونو بند محکوم شو.

په ١٩٩٣ کال کې په ممبۍ کې بېلابېلې چاودنې وشوې او بمونه په موټر، موټر سایکل او بایکونو کې ځای په ځای شوي وو.

د دغې پېښې په اړه لومړنۍ محکمه په ۲۰۰۷ کال کې وشوه او شاوخوا ۱۰۰ کسان په کې محکوم شول، چې ۱۱ یې په مرګ او نور یې په عمري بند محکوم کړل شول.

اسوشیتډپرس وايي محکومو کسانو کې یې یو ابو سلیم نومیږي چې د هند د حکومت په غوښتنه له پرتګال څخه هند ته انتقال کړل شو، دی د دغې پېښې اصلي عامل بلل کېده، او اوس به ټول عمر په زندان کې وي.

ابو سلیم ومنله چې د ګجرات ایالت نه یې ممبۍ ته چاودېدونکي توکي او وسلې انتقال کړي وو.

په ۱۹۹۲ کال کې هندي ملتپالو د هغه هېواد په شمال کې د مسلمانانو یو جومات وسوځوه، په اصل کې د ممبۍ دا بریدونه د همدغه کار ځواب و چې د هند په ځینو برخو کې یې مذهبي تاوتریخوالی وپاروه او شاوخوا ۸۰۰ هندوان او مسلمانان په کې ووژل شول.

هند تور لګوي چې دا بریدونه په پاکستان کې پلان او تنظیم شوي وو، خو اسلام اباد یې نه مني.

XS
SM
MD
LG