د لاس رسي وړ اتصالات

هند: د پاکستان استخبارات د ممبۍ د حملو تر شا وو


هند: د پاکستان استخبارات د ممبۍ د حملو تر شا وو
هند: د پاکستان استخبارات د ممبۍ د حملو تر شا وو

د هند د حکومت یوه لوړ رتبه مامور نن د پاکستان استخبارات په دې تورن کړل چې په ٢٠٠٨م کال کې یې په ممبئ کې د ټروریستي حملو کنټرول او انسجام په خپل لاس کې اخیستلی ؤ.

په دغه حملو کی ١٦٦ کسان وژل شوي وو.

د کورنیو چارو د وزارت سکرتر جې.کې پیلاني نن د انډین ایکسپریس ورځپاڼې سره په خپله مرکه کې په پاکستان باندې تور ولگاوه چې د آی. ایس.آی د استخباراتو ادارې ددغو حملو په ترتیبولو او عملي کولو کې فوق العاده مهم رول لوبولی و چې پخوا په دې باب دومره زیات معلومات او شواهد نه و لاس ته راغلي.

پیلاني وویل کله چې څه موده مخکې د ډیویډ هېډلي په نوم د یوه سړي نه معلومات حاصل شول، نو دا خبره ښه څرگنده شوه چې آی.ایس.آی په دغو حملو کې څومره ژور لاس لره.

ډیویډ هیډلي ددغو حملو لپاره د پلان جوړولو په الزام فعلا په امریکا کې بندي دی.

هیډلی یو پاکستاني الاصله امریکايي دی چې تیر کال په شیکاگو کې ونیول شو.

د هند د کورنیو چارو د سکرتر دا تبصره نن په داسې حال کې وکړه چې د هند خارجه وزیر ایس.ایم کریشنا اسلام اباد ته ورسیده او د پاکستان خارجه وزیر سره ملاقات کوي.

کله چې تیر کال په ممبئ کې حملې وشوې نو د پاکستان او هند تر منځ د سولې خبرې هم په ټپه ودریدلې.

پاکستان وايي چې د ممبئ په حملو کې یې لاس نه لره.

ټاکل شوې ده چې د هند او پاکستان خارجه وزیران به د کشمیر په باب هم خبرې وکړي.

تقریبا د تیری یوې میاشتې نه را په دې خوا، په کشمیر کې د هند په خلاف مظاهرې او اعتصابونه شروع شوي دي.

XS
SM
MD
LG