په هند کې دوو پاکستاني ډیپلوماتانو ته یوې ادبی غونډې ته د تګ اجازه نه ده ورکړل شوې. دغه دوه پاکستاني ډیپلوماتانو چې په نوي ډهلي کې کار کوي، د هندوستان د بهرنیو چارو وزارت نه غوښتنه کړې وه چې د جېپور تاریخي ښار ته دې د تګ اجازه ورکړي -- ترڅو په یوې ادبې غونډې کې برخه واخلي چې هر کال جوړیږي.
د هند د بهرنیو چارو وزیر نن وویل چې پاکستاني ډیپلوماتانو ته اجازه نه ورکول چې جېپور ته ولاړ سي د غونډې سره هیڅ تړاو نه لري.
په دغه پنځه ورځنۍ غونډې کې چې هر کال جوړیږي او په لسګونه زره ادیبان پکښې برخه اخلي د پاکستان نه هم یو شمیر لیکوالان ورځي.
د هغه مهال نه چې هند او پاکستان د انګریزانو نه خپله خپلواکي واخیسته ، په خپل مینځونو کې یې درې وارې جګړه کړې ده. په هند کې د هغو وسله والو لخوا چې په پاکستان کې روزل شوي وو یو شمیر تروریستي بریدونه هم شوي دي او داسي شکونه هم سته چې د دغو وسله والو سره دي د پاکستان پوځ مرسته کړې وي.
هند وايي چې پاکستاني ډیپلوماتان چې غواړي د ډهلي نه دباندې سفر وکړي باید د هند د بهرنیو چارو د وزارت نه اجازه واخلي.